us drone attack k

پکتيا: هوايي بريد کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل): په ملکي وګړو د هوايي بريدونو په دوام نن ماښام يو ځل بيا په پکتيا ولايت کې په هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په علي سنګيو سيمه کې بې پيلوټه الوتکې د ملکي وګړو د سپرلۍ يو موټر په نښه کړی دی چې په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اووه تنه وژلي دي.

د علي سنګيو قومي مشر انور صديقي وايي چې په وژل شويو کسانو کې درې ميرمنې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي.

د پکتيا امنيه قومندانۍ په اريوب ځاځي ولسوالۍ کې په ملکي وګړو هوايي بريد تائيد کړی دی خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د يادونې وړده چې په دې وروستيو کې د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم په ملکي وګړو هوايي بريدونه او شپنيز عمليات زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د پکتيا ولايت يو شمير قومي مشرانو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې وويل چې که حکومت په ملکي وګړو د ړندو بمباريو مخه ونه نيسي نو بدې پايلې به ولري.

بايد وويل شي چې تيره يکشنبه هم د پکتيا ولايت ځاځي اريوب ولسوالۍ کې په هغو ملکي وګړو هوايي
بريد شوی و چې غره ته د لرګيو ټولولو لپاره تللي و چې په نتيجه کې يې شپږ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

تر اوسه حکومتي مسؤلينو د پکتيا د قومي مشرانو د اعتراض په اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

تاسی یی ګوری چه لیوان، زمری او پړانګان کومه غوا یا بل حیوان رانیولی او خوری یی او هغه حیوان چیغی وهی لاسونه او پشی اچوی هغو لویانو ته سرغړونه ده سزا یی نوره هم زیاتوی چه ستا غوښی ماته حلالی دی لغتی وهل دی سرغړونه ده سزا به دی نوره هم زیاته کړم . استعماری قدرتونه د ورته لویانو او پړانګانو کانی کوی زمونږ غوښه هغوی ځانته حلاله کړی د دغه حلال ښودلو دپاره یی د ګوتو په شمار یو څو بی ضمیره او بی ناموسه لاس کی نیولی هغوی یی بیلونر او میلونر کړی هغوی د افغان ملت… نور لوستل »