
د چارجولو پرمهال د مبایل چاودېدلو د ۲۲ کلن ځوان ژوند اخیستی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو خبري اژانس د راپورونو له مخې د هندوستان په اودیشا ایالت د جګت سنګ پور سیمه کې ځیرک مبایل، د چارجولو پرمهال چاودنه کړې چې له کبله یې ۲۲ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه ځوان چې «کنا پردان» نومیږي او د رانګپور کلي اوسیدونکی دی، دغه ایالت ته د درمسال ودانیزې چارو لپاره پر کار بوخت و چې د رخصتۍ په ورځ له یادې پېښې سره مخ شوی.
د «انډیا ټوډی» ورځپاڼې د راپور سره سم کنا پردان هغه مهال مبایل چارج ته ایښی و چې د ککړې هوا له کبله په دغه ایالت کې ودانیز کارونه دریدلي وو، نوموړي د ویده کېدو پرمهال مبایل خپل څنګ کې چارج ته پریښی و.
پولیسو د پېښې دقیق وخت نه دی معلوم کړی خو د ودانیزو چارو مشر وایي چې ده ته د پېښې په اړه سهار په پنځه بجې خبر ورکړل شوی دی.
دا لومړی وار نه دی چې د مبایل چارجولو پرمهال د چاودنې له کبله وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، بلکې په هند، تایلند، چین او داسې نورو هېوادونو کې د مبایل چارجولو پرمهال بیترۍ چاودنې کړي او وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم جدي ټپیان شوي دي.
د یادو ستونزو په لیست کې د آیفون مبایل په لومړي سر کې دی چې د چارجولو پرمهال یې د ماشین تودوخې درجه لوړیږي او په پای کې مبایل چاودنه کوي.
د مبایل کاروونکي باید په پام کې ولري چې لومړی خو د شپې لخوا د مبایل استعمال بند کړي، او که داسې نه وي باید مبایل دې د شپې لخوا چارج ته په خپل څنګ کې کښینږدي، پوهان په یوه خوله دي چې د شپې لخوا د مبایل شعاعې د انسان خوب هم اغیزمنوي.