افغانستان

اشرف غني د «انس حقاني او حافظ رشید» تبادله ومنله / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، د طالبانو د مرستیال مشر «سراج الدین حقاني» ورور «انس حقاني» او د  نوموړي ملګري یې له ګڼو مشورو وروسته له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو په هدف خوشي کړي.

اشرف غني، چې نن یې په همدې تړاو ولس ته وینا کوله، وویل، انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید د طالبانو له ډلې څخه وو، چې له ډېرې مودې راپدېخوا یې د افغان حکومت تر نظارت لاندې په بګرام زندان کې د بند ورځې سبا کولې  اوس د ا مریکایي پوهنتون د دوو تنو استادانو په بدل کې خوشي شوي.

نوموړي زیاته کړه، د انس حقاني او ورسره بندیانو د ازادولو په برخه کې یې له نړیوالو شریکانو په ځانګړي ډول د امریکا له متحده ایالاتو سره مشورې کړې او تر ګڼو مشورو وروسته یې یوې پایدارې سولې ته د رسېدو لپاره او له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو په هدف په مشروط ډول خوشي کړي.

غني وویل، له دې لارې غواړو، بهرنیو هیوادونو ته وښایو، چې موږ د افغانستان د بچیانو د روزنې په برخه کې د هغوی د هڅو قدرداني کوو او یو قدردان ملت یو.

د غني په خبره، که څه هم دا ګام ورته تریخ وو؛ خو سولې ته د رسېدو په موخه یې دا تریخ غوړپ تېر کړی.

د امریکايي پوهنتون دوه تنه استادان «جان ویکس» او «کیون کېن» چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د اګست د میاشتې په اتمه نېټه له کابل څخه طالبانو د بندیانو په توګه له ځانه وړي وو.

د یادونې وړ ده چې انس حقاني او حافظ رشید د ۲۰۱۴ په اکتوبر میاشت کې هغه مهال نیول شوي وه چې قطر هیواد ته د ګوانتنامو څخه د ازاد شویو بندیانو لیدو ته ورغلي وه.

حافظ رشید د ګوانتنامو د پخواني بندي مولوي محمد نبي عمري کشر ورور دی.

طالبانو هغه مهال ویلي وه چې دغه دواړه کسان په نظامي برخه کې کوم فعالیت نه درلود او یوازي د خپلو قریبانو د لیدلو لپاره قطر ته تللي وه او له هغه ځایه په غدر ونیول شول او کابل ته یووړل سول.

هغه مهال د کابل حکومت او ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل رسنیو ته ویلي وه چې دغه دواړه کسان یې په خوست ولایت کې نیولي او کابل ته راوستلي دي او ویلي وه چې دوی باندي د ځینو لویو بریدونو تور دی. او پر همدې اساس دواړو ته یې په محکمه کې د اعدام سزا اورولې وه.

د خلیلزاد په توسط تبادله:

د نن ټکی اسیا د معلوماتو سره سم د دغې تبادلې په اړه د طالبانو او امریکایانو تر منځ له ډیره وخته مذاکرات روان وه چې وخت نا وخته د ځنډ او خنډ سره مخ سوي دي خو په دې وروستیو کې چې خلیلزاد د طالبانو سره د سولې پروسه پیل کړه، د انس حقاني او حافظ رشید د تبادلې موضوع یوه له مهمو موضوعاتو څخه وه چې دواړو لوریو د کابل ادارې له مداخلت پرته نهایې کړې وه خو د ټرمپ د ټویټونو له وجې یو ځل بیا د ځند سره مخ شوه.

په دې وروستیو کې د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو جګپوړي پلاوي سفر پاکستان ته او هلته د خلیلزاد سره لیدنې او همداسي په دې وروستیو کې د خلیلزاد او طالبانو تر منځ لیدنې د همدې تبادلې د چټکتیا لپاره وې تر څو یو ځل بیا رسمي مذاکراتو پيل ته لاره هواره کړي.

طالبان وايي هوکړه شوې چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پيل مخکې به ددوی ۵ زره بندیان هم خوشي کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو محمد الفاروقي

دير خوشحال يم
جه د ابو الشهداء شيخ جلال الدين الحقاني زوي د محبس نه راوزي

الله ج د نور مجاهدين هم د محبسونو نه ازاد كري

غمی.پښتین

جوړ تازه،
یوه خبره واضح ده،چه غریب ،مسکین،بی کسه به هر ځای کی تر پښو لاندی وی،مثال.
جګپوړی طالیب له زاندان څخه تبادله کیږی،خو مسکین،بی کسه،بی وسه،طالیب وی که عسکر به زاندانونو کی پاتی کږی او یا به په کی مړه کیږی،
په دا زاندانو ،او جګړو کی ثواب هم نشته،که ثواب په کی وای ولی د حقانی زوی له زاندان څخه دوبی ته راوانیږی.همدا زاندان کی به ناست وه،ثواب به یی ګاټه،
نو عام ولسه،
دولت او طالیب خپل منځ کی سره جوړ دی،دوی یو بل سره تبادله کوی.خو
عام ولس،په ځانمرګیو.په طیارو،په ماینونو باندی قتل کوی،

پتنګ

ای احمقه کوچیه او بې کتابه قلابي ډانګتره ! ! ته څوک یې ځان د خوشې سپک که ، ته خو دباشي او څوکي دار یې نو ستا یې په فیصله ، خلاصیدو او بندېدو څه ؟؟ دافیصله د طالبانو او اشغالګرو له خوا شوې ده او نورې به هم وشي!! کشېنه خپل پاتې شونی خوره !!

ياسر

په دروغجن الله(ج) لعنت ويلي دي.
دا كسان خو ستا بادارانو اشغالگرو نيولي وو او د نر بچيانو بيرته تري را خوشي کړل.
دوهم دا چه ته كوم ملت ته وينا كوي ملت خو ستاسره پيكون اعلان کړي او ستا ټاکنی يي تحريم کړی.
دريم دا چه د أنس حقاني د خلاصون په اړه ستا بازار ښه ګرم وا تاسو هر يوه به پري سري كرښي را تيرولي وليكن خړی سترګی پاتي شوي.
په اخير كي درنه پوښتنه كوو د دي واقعي چا خبر کړی؟؟؟

جميل

وديته وايی د الله(ج) پيرزوينه چی بيوسه او بيکسه طالبان خپل بنديان د ظالمی ګبری امريکی څخه په زوره اخلی .
الحمدلله ثم الحمدلله

اجمل

د دو دښمنو تر منځ تبادله ده د خلکو یی پری څه. مونږه خو د دواړو ډلو در منځ وژل کیږو الله د دوی تباه کړی.

مجاهد

دا هم مه هیروی چه زمریان د کابل د غلامانو او بادارانو په وحشی زندانو کی هم خبلواک او ګیدړان بلواکان په ارګ او سپینو مآڼیو کی هم هم غلامان وی

وایی د غلامی له زر کاله ژوند ( که څه هم په ارګ او سپینو ماڼیو کی وی ) د خپلواکی د یوی ګړۍ ژوند [ که څه هم په زندانو او شکنجو کی وی ] ډیر شرف لری .

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx