افغانستان

لوګر کې بهرنیو ځواکونو دولتي عسکر بمبار کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د لوګر ولایت په مرکز کې بهرنیو ځواکونو په خپلو همسنګرو دولتي عسکرو بمبار کړی او مرګ ژوبله یې ور اړولې.

د لوګر ولایت دامنیه قوماندانۍ ویاند «شاه پور احمدزي» اریانا نیوز ته ویلي، پېښه تېره شپه ناوخته په مرکز «پل علم» پورې اړوند «خضر» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې بهرنیو ځواکونو د دولتي عسکرو یو مرکز بمبار کړ.

نوموړي زیاته کړه «په هوایي برید کې ۳ تنه عسکر وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.»

یاده دې وي، دا لومړی ځل نه دی، چې بهرني عسکر خپل داخلي همسنګري بمباروي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ورته پېښې رامنځته شوې؛ خو حکومت یې د پوښتلو جرات نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x