د طالبانو له لوري محاصره شوي لسګونه داعش جګړه ماران حکومت ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): په ننګرهار ولايت هغه ۹۳ داعش جګړه ماران حکومت ته تسليم شوي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره وو.

له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو د ننګرهار ولايت په خوږياڼو، پچير اګام او شينوارو ولسواليو کې د داعش جګړه مارانو پر ضد پراخ عمليات روان کړي او د يادو ولسواليو نږدې ټولې سيمې يې ترې پاکې کړې.

د تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو د خوږياڼو وزيرو تنګی، پنکزي، زاوه، د شيرزادو مرکيخلي تنګی، لغړ څپری، تره کی او د شينوارو ګڼې سټراټيژيکې سيمې له داعش جګړه مارانو نيولي دي.

د دغو عملياتو پر مهال سلګونه داعشيان وژل شوي، لسګونه نور يې حکومت ته تسليم شوي دي.

د خوږياڼو، شېرزادو او پچير اګام له تصفيې وروسته طالبان شينوارو ته ننوتي او هلته يې هم د داعش مهم مرکزونه نيولي او د نور پرمختګ په حال کې دي.

د داعش ضد جګړې پر مهال امريکايي او دولتي عسکرو تر ډېره پر هغو مرکزونو او خطونو بمبارۍ او چاپې وهي، چې د داعش ضد پر جنګيږي او په دغو عملياتو کې د قومندانانو په شمول ګڼ شمېر طالب جنګيالي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې، چې د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي تېره ورځ ادعا کړې وه، چې ختيځ کې يې د داعش جرړې ختمې کړي، خو د ننګرهار او کونړ ځايي خلک د حکومتي چارواکو ادعا ناسمه بولي او وايي، چې داعشيان د طالبانو په بریدونو او عملياتو کې له منځه تللي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د