نړۍ

فلسطين: اسرائيلي يرغلګرو د اسلامي جهاد غورځنګ لوړپوړی پوځي مشر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): اسرائيلي ښېکلاګرو په توغنديزو بریدونو کې د اسلامي جهادي غورځنګ لوړپوړی پوځی قومندان وژلی دی.

د اسلامي جهاد غورځنګ منلې، چې د القدس ډلګۍ مشر بهاء ابوالعطاء او مېرمن يې د غزې په ختيځ الشجاعيه کلي کې وژل شوي دي او اسرائيلو ته يې د سخت ځواب خبرداری ورکړی دی.

په غزه کې د الجزيرې خبريال وايي، فلسطيني مقاومتي جنګياليو پر اسرائيلي پوځيانو او د یهودو ناقانانونه مېشت ځايونو توغندیز بریدونه کړي دي.

له دغو بریدونو وروسته اسرائيلي يرغلګرو له غزې سره ټولې لارې تړلي، ټول ښوونځي، سوداګريز مرکزونه او ریل ګاډی هم بند شوی دی.

د اسرائيلو دفاع وزارت وياند افيخای ادرعي هم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې اسرائيلي عسکرو او استخباراتو په شریکو عملياتو کې د اسلامي جهاد غورځنګ لوړپوړی قومندان بهاء ابو العطاء وژلی دی.

د اسرائيلي عسکرو په وينا ۴۲ کلن بهاء ابو العطاء د اسرائيلو پر ضد ډېرو جګړو او توغنديزو بریدونو کې برخه اخيستې ده.

د اسلامي جهاد غورځنګ په يوه بله خبرپاڼه کې ويلي، چې د سوريې په پلازمېنې دمشق کې هم د دغه غورځنګ د يوه مشر اکرم العجوري پر کور هم توغنديز برید شوی او يو زوی يې په کې وژل شوی دی.

د سوريې رسمي راډيو تلويزون ويلي، دمشق کې د لبنان سفارت ته څېرمه پر يوه کور توغنديز برید کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x