مجيب په نړيواله درجه بندۍ کې دريم مقام خپل کړ

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه ځوان سيمه توپ اچونکي مجيب الرحمن د کرېکټ نړيوالې شورا د يو ورځنيو توپ اچونې په درجه بندۍ کې دريم مقام خپل کړ.

مجيب الرحمن چې د ويسټ انډيز پر وړاندې يې په زړه پورې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه، د اقتصادي توپ اچونې سربېره يې ۵ ويکټې هم واخيستې، چې په ۷۰۷ نمرو سره په دريم نمبر شو.

۱۷ کلن مجيب له دې وړاندې د يو ورځنيو سياليو په درجه بندۍ کې په پنځم مقام و چې دوه نمرې مخکې شو او له جاسپريټ بومرا او پرينټ بولتدټ څخه وروسته په دريم نمبر شو.

له دې وړاندې د افغانستان لخوا راشد خان په ۲۰۱۸م کال د ياد ليست په سر کې ځاي درلود خو اوسمهال نوموړی په لومړي لسو غوره توپ اچونکو کې ځای نه لري‌. راشد خان اوس په ۱۱م نمبر ځای لري.

اوسمهال د يو ورځنيو سياليو په آلراونډرانو کې محمد نبي دويم مقام لري، د شل اوريزو سياليو په توپ اچونه کې راشد خان لومړی او په آلراونډرانو محمد نبي لومړی مقام لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د