جان بس: امريکا د طالب بنديانو د خوشې کولو ملاتړ کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): په کابل کې د امريکا متحده ايالاتو سفير جان بس ويلي، د طالبانو د درې غړو خوشې کولو ملاتړ کړی دی.

جان بس زياته کړې، چې طالبان به د درې طالب بنديانو په بدل کې د امريکايي پوهنتون دوه استادان او دولتي عسکر خوشې کړي.

ویل کيږي، چې د طالبانو د مرستيال ملا سراج الدين حقاني کشر ورور انس حقاني، د هغه ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري ورور حافظ عبدالرشيد د امريکا او طالبانو د تفاهم په نتيجه کې خوشې شوي، خو د درې واړو بنديانو له خوشې کولو څو ساعته وروسته د ګډ حکومت مشر اشرف غني نن له غرمې مخکې په ارګ د حکومتي چارواکو په ملتيا خبري ناستې ته وويل، چې د سولې په موخه يوه سخته پرېکړه کوي او درې طالب بنديان خوشې کوي.

اشرف غني زياته کړه، چې درې واړه بنديان له امريکا او نورو نړيوالو متحدينو سره له سلامشورې وروسته په مشروط ډول خوشې کيږي.

د چارو کارپوهانو او د ټولنيزو شبکو فعالانو د اشرف غني نننۍ څرګندونې د خندا وړ بللي.

د سياسي چارو کارپوه الله نور سېلاب ليکلي، چې مشروط ډول پرېښودل څه معنا ايا حکومت به وکولی شي، چې درې واړه بنديان بېرته زندان ته راولي؟

د ټولنيزو شبکو ډېری فعالانو ويلي، چې د بنديانو تبادله د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو لپاره د زمېنې برابرولو په موخه شوې او حکومت په کې نه دی دخیل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د