ننګرهار: طالبانو د صفر دوه قطعې افسر وژلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» کې د صفر دوه قطعې یو افسر  «رحیم الله» وژلی.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «تیر ماښام د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد اړوند د کابل دو سرکه سیمه کې پر چاپه وهونکي دښمن باندې د ځانګړو عملیاتو په لړکې د مزدور دښمن صفردو قطعې ظالم افسر (رحیم الله) د مجاهدینو په یوه خاص برید کې ووژل شو او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسید.»

صفر دوه قطعه چې ګمان کېږي د امریکایي استخباراتي سازمان له لوري رهبري کېږي، په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل ډله بلل کېږي او د بشري حقوقو نړیوال سازمان یې د منحل کېدو غوښتنه کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اخ ، پدی ښه خبر به د څومره مظلومو افغانانو زړونه يخ شويوی .