افغانستان

سرپل کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د سرپل ولایت د والي ویاند «ذبیح الله اماني» وایي، پېښه تېره ورځ په بلخاب ولسوالۍ پورې اړوند «شیګي کوتل» کې وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې یو فلاینکوچ موټر د سړک د خرابوالي له امله چپه شو.

د اماني په خبره، په یاده پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

یاده دې وي، چې د لارو خرابوالی او ناسمه موټر چلونه هغه څه دي، چې په افغانستان کې یې د ترافیکي پېښو کچه لوړه کړې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close