هند کې دولتي کارمندانو د دندې پرمهال هیلمټې په سر کړي – ویدیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د هندوستان په اترپردیش ایالت کې دولتي کارمندانو په خپل کاري دفتر کې ددې له امله هیلمټونه په سر کړي تر څو د چت څخه د پلستر راپریوتو څخه ځانونه وژغوري.

راپورونه وایي چې د اترپردیش ایالت په بانده سیمه کې دولتي کارمندانو په کاري ځای کې ددې لپاره د موټر سایکل هیلمټې په سر کړي چې د پاسه چت څخه پرې د پلستر خاورې راغورځي.

دغه کارمندان د بريښنا په برخه کې کار کوي، وایي چې څو واره یې د اداري چارواکو ته شکایت کړی خو په اړه یې کوم ګام نه دی پورته شوی چې په پایله کې دوی د خپل ځان ژغورلو لپاره دغه کار ته اړ شوي دي.

راپور زیاتوي چې له دې وړاندې ځینې کارمندان د چت څخه د راپریوتي پلستر له کبله ټپيان شوي هم دي.

یوه کارمند رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دوه کاله وړاندې د دفتر ودانیزې چارې رغولو لپاره واکمنې ادارې د یاد دفتر دوره هم وکړه خو له هغه وروسته یې هیڅ ځواب نه دی ورکړی.

دوی وایي چې د دفتر وادنۍ یوازې د سمنټو څخه جوړ شوې ستنو په واسطه ولاړې دي او ددې د غورځېدو خطر زیات دی.

د یادونې ده چې له دې وړاندې په ۲۰۱۷م کال کې هم په هند کې ځینې دولتي کارمندانو په دفتر کې ددې لپاره هیلمټې په سر کړې وې چې د له چت څخه پرې پلستر راغورځېدو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د