د پوستکي وچوالی روغتیایي ستونزې په ډاګه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د ژمي په یخه او وچه هوا کې د بدن پوستکی په اتومات ډول وچوالی غوره کوي، چې دا د ورښت نه شتون او د ګردجنو بادونو لګېدلو پایله وي.

په لومړي سر کې د بدن پوستکي وچوالی یوه عادي خبره ګڼل کیږي خو که چیرې دوام اختیار کړي نو دا د ګڼ شمېر نورو ناروغیو خوا ته اشاره کوي.

پوهان وایي چې د پوستکي وچوالی یا په اصطلاح خوشکوالی یوازې د بدن ښکلا له منځه نه وړي بلکې د روغتیايي ستونزو خوا ته هم ژوره اشاره کوي.

د پوستکي ناروغۍ جرمني ډاکټر پروفیسر «فیلیپ بابیلاس» ویلي چې د پوستکي وچوالی ممکن د جلدي ځینو ناروغیو ته اشاره وي، لکه د جلدي عصبي انفیکشن، اګزیما (مخ یا نور بدن پړسېدل) جلد پمنېدل (دانې راختل) او حساسیت.

ځینې مهال د جلد وچوالی د شکر ناروغۍ ابتدایي نښې هم په ډاګه کوي، یا د مرۍ پړسېدل «هایپوتایرایدیزم»، د پښتورګو ضعیف کېدل، د هاضمې سیستم ناروغۍ، د کولون انفیکشن او خوارځواکي ته هم اشاره کیدلای شي.

د جلد وچوالي نور لاملونه د عمر ډيروالی، میراثي یا جنیتکي ناروغۍ شتون، د وینې کمښت، ځینې درمل خوړل، لکه «د امیندوارۍ مخنیوي ګولۍ»، د زړه ناروغۍ درمل، روماتیزم او د میټابولیتک غوړو ګډوډېدل.

په هر حالت کې د پوستکي دوامداره وچوالي یا سختې خوشکې پرمهال له ډاکټر سره مشوره وکړئ، همدا راز د سخت خارښ او نورو نښو رابرسیره کېدو پرمهال هم ډاکټر ته رجوع وکړئ، تر څو ددې اصلي لاملونه په ډاګه شي او په مناسب ډول یې درملنه وکړل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د