سعودي عربستان: په کنسرت بريد کې درې سندرغاړي ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د سعودی عربستان په پلازمينه رياض کې يو تن په کنسرت کې سندرغاړو بريد کړی دی او درې سندر غاړي يې ټپيان کړي دي.

د سعودي رسنۍ وايي چې نن ورځ په پلازمينه رياض کې يو تن هغه مهال سټيج ته پورته شو او په سندر غاړو يې د چړې ګوزارونه وکړل چې سندرغاړي په سندرو ويلو بوخت و او پروګرام روان و.

په ټپي شويو سندرغاړو کې دوه سړي او يوه ښځه شامل دي خو هويت يې نه دی په ډاګه شوی.

له پيښې وروسته بريدګر د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی او د يمن اوسېدونکی ښودل شوی خو د بريد انګيزه او په اړه يې نور جزيات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

د يادونې وړ ده چې له تېرو درې کلونو راهیسې په سعودي کې يو شمېر مهم بدلونونه راروان دي، چې ټول اساس يې د مذهبي فعاليتونو مخینوی او کمرنګي کول او په مقابل کې يې د مذهب ضد ازاديو ته اجازه ورکول دي.

دغه بدلونونه د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هغه فکر بلل کيږي، چې وايي، تر ۲۰۳۰ کاله به په سعودي کې اساسي بدلونونه راولي.

په دغو بدلونو کې ښځو ته د موسيقي په کنسټرونو او همدارنګه د لوبو سياليو کې د نندارې اجازه، له محرم پرته بهرنيو هېوادونو ته سفر، د سينما او قمار خونو اجازه، ښځو ته د موټر چلولو اجازې او ورته نورې ازادۍ شاملې دي، خو په عين حال کې حکومت د علماوو او دعوتګرو پر فعاليتونو بنديزونه لګولي، سلګونه ديني علما يې بنديان کړي او يو شمېر يې په زندانونو کې وفات شوي هم دي.

په سعودي عربستان کې د وروستيو تغيراتو له پيل وروسته دا لومړی بريد دی چې په د موسيقۍ او د ښځو د ازادۍ په مجلسونو کيږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سعودی او کعبه د فلسطین او بیت المقدس په شان اشغال شوی ، د صلیبی جنګ سپه سالار وحشی بوش په لمړی ورځ روان جنګ صلیبی جنګ ونوماوه یعنی د مسلمانانو په ضد یهودو او نصارا یی په یوه سنګر کی ودرول ، له افغانستان او عراق یی شروع وکړه . د هغه دوره تیره شوه نوره پروژه اوباما خبیث تر سره یعنی د عربو پسرلی په نوم یی د عربو خزان شروع او ټول عربی هیوادو زړی مهری یی په نوو بدلی او کمزوری کړی د سنی او شیعه جنګو ګرمولو د پاره یی ایران لاس کی ونیولو او… نور لوستل »