
تي خور ماشوم ته دغه خواړه مه ورکوئ!
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل): د جرمني هېواد یو مشهور ژورنال د کوچنیانو والدینو ته خبرداری ورکوي چې هیڅکله دې تي خور ماشوم ته خام یا اوومه او په دم پاخه شوي خوراکونه نه ورکوي.
ژورنال زیاتوي، کله چې تي خور ماشوم ته د شپږو میاشتو شېدو خوړلو وروسته نور خواړه ورکول پېلیږي، دغه مهال دې د پورته ذکر شویو ډوله خوړو څخه کوچنیان وژغوري.
د ژورنال د وینا سره سم دغه خواړه د ماشوم لپاره ممکن ګڼ شمېر میکروبونه ولري، او د ماشوم د غذایي رژیم د مسمومېدو لامل شي، کوم چې د قۍ کولو، اسهال، کولمو او معدې ستونزو په توګه څرګندیږي.
دغه راز تر یو کلنۍ وړاندې ماشوم ته وچه میوه، مڼه او ګازرې مه ورکوئ، ځکه چې ددې سختو خواړو ځینې برخې ممکن ماشوم ته د ساه ایستلو ستونزې پيدا کړي او ددوی د ساه لنډۍ لامل شي.
د تغذیې فدرالي مرکز هم والدینو ته هغه مهال خپلو کوچنیانو ته د تازه میوې د ورکولو سپارښتنه کوي تر څو یې د شیدو غاښونه راڅرګند شي، خو په دغه دوره کې دې هم ماشوم ته سخت ډوله خواړه نه ورکوي.
دغه راز دې ماشوم په لومړیو میاشتو کې د خوږو او څريښناک خوراکونو لکه شات، بوره او نورو جوسونو ورکولو څخه وژغورل شي، ځکه چې کوچنی ماشوم خوږو ته اړتیا نه لري او څریښتناک خواړه یې غاښونه کمزورې کوي.