د الله تعالی نعمتونه او زموږ بې غوري!!

ژباړه او زیاتونه: مولوي نوراحمد نور

سپین ږیری پرهیز ګار کس و، ټول ژوند یې په سجدو او شکر تیر کړی و، د الله تعالی د فضل دروازې هم تل د هغه په مخ خلاصې وې،  رزق، شهرت، عزت او هر څه پریمانه ورته حاصل و، مګر ناڅاپه یې د سترګو دید کمزوری شو، ښۍ سترګې یې سم دید نه کاوه، خیره شوه، چشمې یې بدلي کړي مګر بیا هم سترګې کار ونکړ، ډاکټر د اپرېشن مشوره ورکړه.

سپین ږیري اپرېشن وکړ، کله چې له هسپتاله خارجیده نو ډاکټر ورته وویل: ته د پټۍ تر خلاصیدو پوري ټیټیدلای نشې، سپین ږیري وویل: ولي؟ ډاکټر ځواب ورکړ: که ټیټ شې په سترګو دې زور راځي، زخم یې سره خلاصيږي او په دې ډول به یې دید ختم شي نو له دې کبله تر پوره ښه کیدلو پوري له ټیټیدلو څخه ځان په کلکه وساته.

سپین ږیري وپوښتل: نو ایا سجده هم نشم کولای؟ ډاکټر ځواب ورکړ: هیڅکله هم نه، ستا لپاره سجده ډیره خطري ده. سپین ږیری کورته رخصت شو.

درې ورځې وروسته یې زامنو له ډاکټر سره تماس ونیو او ورته ویې ویل: زموږ پلار خوراک نه کوي، صرف اوبه څښي او خاموشه پروت وي. ډاکټر په خندا ځواب ورکړ: دا نارمل حالت دی د خوراک په ژولو پر سترګو زور راځي نو له دې امله ډیر مریضان له اپرېشن وروسته تر دریو څلورو ورځو پوري سخت خوراک نشي خوړلای. تاسي ’’نرمه غذا ‘‘ ورکړئ.

زامنو نرم خواړه ورته راوړل مګر پلار یې د هغه له خوړلو هم انکار وکړ.

د خوراک د کمبود له امله سپین ږیری ورځ تر بلې کمزوری کیده آن چې تر بیت الخلا تګ ورته سخت شو. زامنو یې ډاکټر کورته ورته راوغوښت. ډاکټر پوښته ترې وکړه کاکا خوراک ولي نه کوي؟ سپین ږیري هیڅ ونه ویل. ډاکټر بیا وپوښتل: ایا زړه ته دې نه کیږي چې څه وخوري؟

سپین ږیري په خپ غږ سره ځواب ورکړ: خوراک ته مې زړه کیږي او خوند راکوي. ډاکتر وپوښتل: نو بیا یې ولي نه خورې؟ سپین ږیري ورو وویل: زویه! زه چې خدای ته سجده نشم کولای شرمیږم چې د هغه رزق وخورم کله چې مې سجده ورته وکړه هله به یې رزق خورم.‘ ډاکټر په حیراني د سپین ږیري زامنو ته رډ رډ وکتل، زامنو یې وویل: زموږ پلار له ځواني څخه ښه لمونځ ګذاره سړی دی، الله تعالی ته سجده کوي، په نعمتونو یې شکر کاږي او بیا په خوراک پیل کوي، تا له سجدې منع کړ او بابا خوراک پرېښود.

د ډاکټر سترګې له او ښکو ډ کې شوې.

زموږ د ټولو سترګې باید له اوښکو ډکې شي، الله تعالی موږ ته کوم نعمتونه نه دې راکړي!!؟ تر ټولو لوی نعمت چې الله تعالی ورباندې نازولي یو ایمان دی یوازي د دې لوی نعمت شکر نشو ادا کولای او نه مو کله سوچ ورباندې کړی دی.

همدا ډول دنیوي نعمتونه!

د دنیا ۹۰ فیصده ناممکن شیان ممکن شوي دي، د دنیا هر کونج ته چې وغواړې تلای شي هیڅوک دې نشي را ګرځولای، ته ملیاردر جوړیدلای شي څوک دې مخه نشي نیولای، که هر ډول ناروغي ولري الله تعالی د دنیا په یوه نه یوه کونج کې د هغې دشفا بندوبست کړی وي. د دنیا هر کتاب لوستلای شي د ټولې دنیا په تعلیمي ادارو کې زده کړي کولای شې.

موږ هره ورځ په خپله خوښه ویده کیږو او په خپله خوښه پاڅیږو، د خوب لپاره د ګولیو ضرورت نه وي که بیا هم ګولۍ ته ضرورت پیدا شي نو یوه کوچنۍ ګولۍ مو په ښه خواږه خوب ویدولای شي او د الله تعالی په فضل او کرم سره بیرته راپاڅیږو نو ایا دا د الله تعالی فضل او نعمت نه دی او ایا پر دې پر موږ شکر او سجده لازمه نه لازمیږي؟

موږ چې څه وغواړو خوړلای یې شو خوراک له معدې تېر شي او د کولمو په توسط فضله مواد خارجیږي، زموږ فضله مواد په جسم کې بند نه پاتي کیږي تر څو مو بدنونه خراب نشي، موږ چې څه وغواړو څښلای یې شو موږ په دولس سوه کیمکلو کې ژوند کوو ، زموږ پوزه او سږي دا کمیکل له جسم څخه د باندي باسي او نه پریږدي چې زموږ اجسامو ته تاوان ورسوي، زموږ باڼو ګان له هوا څخه خځلي پاکوي، زمو د غوږونو خیري مچان، غوماشي او چینجي زموږ له دماغونو راګرځوي، زموږ ژبي اوه رنګه خوندونه څکلای شي او پوزه مو هر رنګ خوشبویي محسوسولای شي.

موږ چې کوم اواز اورېدل غواړو اوریدلای یې شو، په موږ کې د ګرم او یخ دواړه احساسه ژوندې دي، خبرې کولای شو، بل په خپلو خبرو پوهولای شو، خپل رب یادولای شو، د ښو او بدو امتیاز کولای شو نور نو لا څه غواړو  د خپل رب دشکر ادا کولو لپاره لا نور څومره نعمتونه غواړو؟

یو کس چې ډیر پيسه دار دی د پروستات کینسر په ناروغي اخته شو‘ اپرېشن یې وکړ او د بوللو د کنترول نظام یې خراب شو، اوس یې بولې په اختیار کې نه دي‘ پیمپر اغوندي او ټوله ورځ په کور کې ناست وي،  زه ورغلم نو هغه په زوره زوره چغي وهلي ژړل یې ، ما تسلي ورکړه د اوښکې پاکې کړې او ویې ویل: زه د ناروغي له امله نه ژاړم،  له دې امله ژاړم چې الله تعالی له ما څخه د سجدې توفیق واخیست.

زه اوس نه لمونځ کولای شم او نه هم عمره او حج.

ما چې کله دا خبره واوریده نو بدن مې رېږد واخیست او اسمان ته مې وکتل ومې ویل: ای خدایه! ستا په موږ باندې ډیر لوی کرم کړی، د سجدې توفیق دې راکړی موږ چې کله هم وغواړو ستا په وړاندې سجده کولای شو.

په دنیا کې به څومره کسان وي چې د سجدې له لذت څخه محرومه دي.

یوه ورځ مې په لاره یو فقیر او غریب کس ولید خښتې یې مخ ته پرتې وې او بیا بیا یې دا ویل: یا خدایه! ستا پر ما څومره احسان دی زما وخت صرف زما دی زه د چا غلام او نوکر نه یم، زه ورته تم شوم.

له جیب څخه مې د پنځوسو روپو نوټ راوکېښ او د ده مخ ته مې کیښود پوښتنه مې وکړه زه ستا په شکر پوهه نشوم؟

ده په خندا راغبرګه کړه: زه هر وخت مصروفه کسان دلي دورې تیریدونکي وینم، دا کسان د رزق غلامان دي دوی د رزق لپاره خپل ژوندونه ګرو کړي دي، په داسي حال کې چې الله تعالی زه له دې غمه خلاص کړی یم، زما وخت صرف زما دی، چیرته چې وغواړم کینستلای شم او ستا په ډول یو نه یو کس زما برخه رزق ماته رارسوي، نو زه به ولي د خپل رب شکر نه ادا کوم‘ سترګې مې له اوښکو ډکې شوې او سوچ په مخه کړم زه څومره بدبخته یم چې د شکر ادا کولو دومره توفیق هم نلرم، تاسي هم فکر وکړئ تاسي به هم احساس کړئ چې څومره بد بخته یو؟ چې د هغه ذات نعمتونه خورو او استعمالوو مګر د شکر لپاره هغه ته سجده نه کوو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

مولوی صاحب خيرونه مو په نصيب شه .
يا الله(ج) پاته ژوند د صبر ، توبی او د شکر سره راکړی .
الهی(ج) د ذکر او د سجدی له نعمته مو محرومه نکړی . امين يا رب العالمين