نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل ښار په پنځلسمه امنیتي حوزه پورې اړوند “سرک قسیم” نومي سیمه کې چاودنې پنځلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند “نصرت رحیمي” وايي، مرګ ژوبله وروسته له هغه رامنځته شوه کله چې نن ورځ سهار مهال ۷:۲۵ دقیقې د پنځلسمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې موټر بم برید وشو.
د رحیمي په خبره، په پېښه کې تر دې دمه ۷ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د نوموړي په قول، پورته ارقام لومړني دي او کیدای شي د مړو او ټپیانو شمېره لوړه شي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه هیڅ وسلوالې ډلې ددې پېښې مسئولیت په غاړه نه دی اخستی.
جوړ تازه.
د تیر په څیر دا چاودنه هم طالیبان کړی ده،مسولیت یی ځکه نه منی چه ټرمپ به بیا کوم ټویټ وکړی،او پنجاب به په قهر او په غوسه شی.
چی ورته ووایی دا جهاد نه دی نو دوی ظالمان دی دستی په دالر خور، غلام، مزدور کی حسابوی. جمیله! دا ستا د جهاد نمونه ده چی په اصل کی فتنه ده. داعش یی شاید ومنی خو چی هر سوک یی کوی ناروا او د شریعت خلاف کرنه ده زکه هغه دری شهید معصوم ماشومان خو کافران نه وو.
الله مو خوار کړه پداسی عقیده، دین او مذهب چی تاسی پری روان یی. د خلکو په ګڼه ګوڼه کی ځان وژنه داشو جهاد.
جوړ تازه،
د رسول الله (ص) او د اصحاب کرامو په وخت کی په لارو کوڅو کی اغزی هم نه پریښودل.او همیشه به خلکو توصیه کوله چه لاری پاکی ساتی.
نو دا اوسنی بمونه په لارو کی خښول چا له خوا روا شول؟