د احادیثو په هکله لنډ خو هر اړخیز معلومات(دوهمه برخه)

لیکنه: دکتور عمر عماد

مخکې مو ولیدل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم طاعت او د هغه د حکم منل د الله تعالی حکم ته د غاړې کیښودلو په معنی دی ، او چا چې د رسول الله طاعت وکړ لکه د الله تعالی طاعت چې یې کړی وي . (مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطاعَ اللَّهَ وَمَنْ تَوَلَّى فَما أَرْسَلْناكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظاً) . بلکې دغه کار د ایمان شرط دی او قرآن مجید ځای ځای دغه خبره یاده کړې ده  : (فَلا وَرَبِّكَ لا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيما شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً ) پس قسم دی په رب د ستا چې نه مومنان کیږي دوی تر هغې پورې چې دوی تا په خپل مینځي شخړو کې حَكَم نه كړي ، او بیا په خپلو زړونو کې ستا د حکم څخه هیڅ تنګي او نا رضایي  ونه مومي او د زړه نه ورته غاړه کیږدي. او یو مسلمان ته کله هم دا نه ښایي او نه یې دا حق دی چې د رسول الله د پریکړې په وړاندې دې خپل واک او اختیار ولري : (وَما كانَ لِمُؤْمِنٍ وَلا مُؤْمِنَةٍ إِذا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْراً أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِيناً) . او قرآن مجید خلک د رسول الله علیه افضل الصلاة و آتم التسلیم د حکم د سرغړونې د پایلې څخه خبردار کړي دي او په صراحت یې ویلي دي چې هغه کسان چې د رسول الله علیه الصلاة والسلام د حکم مخالفت کوي هغوی دې ووېریږي چې یا به فتنه او یا هم دردوونکی عذاب ورته ورسیږی (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذابٌ أَلِيمٌ) .

هو ، دا خبره د مسلمانانو سره بیخې رڼه ، بدهي ، او  معلوم من الدین بالضرورة ده چې په هغوی باندې د رسول الله د خبرې منل د هغه په ژوند او د هغه د وفات نه وروسته واجب دي .

ټول مسلمانان په دې پوهېدل چې سنت – د قرآن نه وروسته – د شریعت دوهم مصدر دی ، الله تعالی خپل رسول ته قرآن او حکمت ( سنت ) دواړه ور ښوولي دي. (وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ )  . امام شافعي ددې آیت په تفسیر کې وایي چې (فذكر اللَّه الكتاب وهو: القرآن، وذكر الحكمة، فسمعت من أرضى من أهل العلم بالقرآن يقول: الحكمة: سنة رسول الله – صلى الله عليه وسلم) یعنی حکمت دلته د سنت په معنی دی . او رسول الله علیه السلام په صراحت سره په یو صحیح حدیث کې فرمایلي دي چې : (أَلَا إِنِّي أُوتِيتُ الْقُرْآنَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ) .

نو بنا پر دې ، له سنتو څخه رغیدل ، او پرته له هغې په قرآن مجید باندې عمل کول ناشونې دی ، ځکه چې سنت د قرآن بیان او شرحه ده .

او په دې حقیقت صحابه کرام تر هر چا ښه پوهېدل ، نو ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنتو ته  تر هرچا ډیر ژمن او پابند وه . امام بخاري د علقمه نه روایت کوي چې ابن مسعود رضی الله عنه وویل چې : د الله تعالی لعنت دې پر هغو کسانو وي چې داسې او هسې کوي ، نو یوه ښځه ورته راغله او ورته یې وویل چې خبره شوې یم چې ته دې او هغې باندې لعنت وایې ؟ ابن مسعود ورته وویل چې : ولې به پر هغه چا لعنت نه وایم چې د الله رسول پرې لعنت ویلی دی ، او هغه د الله په کتاب کې هم شته . نو هغې ورته وویلې چې ما خو ټول قرآن ولوست لکن دا خبره مې پکې پیدا نه کړه ، نو ابن مسعود ورته وویل چې : که په غور او تدبر دې لوستی وای نو هرو مرو به دې پکې موندلی وای . آیا تا دا ونه لوست چې الله تعالی فرمایي  : هغه څه چې رسول الله درکړي هغه واخلئ ( یعنی د هغه په اوامرو عمل وکړئ ) او له هغه څه نه مو چې منع کوي  هغه مه کوئ ؟ هغې وویلې چې : هو. نو ابن مسعود ورته وویل چې رسول الله ددې کار څخه منع کړې ده . ( عنْ عَلْقَمَةَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ، قَالَ: «لَعَنَ اللَّهُ الوَاشِمَاتِ وَالمُوتَشِمَاتِ، وَالمُتَنَمِّصَاتِ وَالمُتَفَلِّجَاتِ، لِلْحُسْنِ المُغَيِّرَاتِ خَلْقَ اللَّهِ» فَبَلَغَ ذَلِكَ امْرَأَةً مِنْ بَنِي أَسَدٍ يُقَالُ لَهَا [ص:148] أُمُّ يَعْقُوبَ، فَجَاءَتْ فَقَالَتْ: إِنَّهُ بَلَغَنِي عَنْكَ أَنَّكَ لَعَنْتَ كَيْتَ وَكَيْتَ، فَقَالَ: وَمَا لِي أَلْعَنُ مَنْ لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَمَنْ هُوَ فِي كِتَابِ اللَّهِ، فَقَالَتْ: لَقَدْ قَرَأْتُ مَا بَيْنَ اللَّوْحَيْنِ، فَمَا وَجَدْتُ فِيهِ مَا تَقُولُ، قَالَ: لَئِنْ كُنْتِ قَرَأْتِيهِ لَقَدْ وَجَدْتِيهِ، أَمَا قَرَأْتِ: {وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا} [الحشر: 7]؟ قَالَتْ: بَلَى، قَالَ: فَإِنَّهُ قَدْ نَهَى عَنْهُ ) . یعنی د رسول الله خبره منل د قرآن د خبرې منل دي .

صحابه کرامو به څرنګه ځانونه له احادیثو خبرول؟

شک نشته چې صحابه وو ته د احادیثو اهمیت او ارزښت ښه معلوم و او په دې باور وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت د دین اساسي برخه ده ، نو ځکه یې د رسول الله خبرې په غور او دقت اوریدلې او ځانونه یې پرې پوهول ، او ځینې به د یوې مسلې د پوښتنې لپاره ورته له لیرې ځایه راتلل ، او رسول الله به هم ورته د احادیثو په زده کولو او نورو ته رسولو سپارښتنه او امر کاوه ، او صحابه وو به هم یو د بل څخه په احادیثو ځان خبراوه . یعنی دا حتمي نه ده چې یو صحابي دې هره خبره په خپلو غوږو له پیغمبر علیه الصلاة والسلام څخه اوریدلی وي ، او نه دا کار عملا ممکن دی ، ځکه چې ډیر صحابه به په خپلو ورځنیو کارو کې مشغول وو ، نو د مجبوریت له مخې به یې  یو له بله د پیغمبر علیه السلام د حدیثو پوښتنه کوله . انس بن مالک رضی الله عنه یو ځل یو حدیث یاد کړ ، نو یو چا ترې پوښتنه وکړه چې : آيا تا خپله دا له رسول الله څخه اوریدلی دی ؟ نو سخت په غوسه شو او ویې ویل چې : نه ، موږ ټول احادیث له رسول الله – صلی الله علیه وسلم څخه نه دي اوریدلي ، خو موږ یو بل ته دروغ نه ویل . همدا راز  البراء بن عازب – په یو صحیح روایت کې – وايي چې : ” ما كل ما نحدثكموه سمعناه من رسول الله صلى الله عليه وسلم، ولكن حدثنا أصحابنا، وكانت تشغلنا رعْية الإبل “. او په بل روايت كي راځې چې : ” ما كل ما نُحدثكم عن رسول الله صلى الله عليه وسلم سمعناه، ولكن سمعناه، وحدثنا أصحابنا، ولكنا لا نكذب ). همدا راز عمر بن الخطاب وایي چې : زه او زما یو ګاونډی انصاري به په نوبت رسول الله ته راتلو ، یوه ورځ به هغه راتلو او یوه ورځ زه ، نو کله به چې هغه راغی ما ته به یې د هغط ورځې نوې وحی او نورې خبرې راوړلې ، او هغه ورځ به چې زه لاړم ما به دغه کار کاوه .

ولې له ځینو صحابه وو څخه ډیر او له ځینو څخه کم احادیث روایت شوي دي؟

د ټولو هغه صحابه وو شمېر چې احادیث ترې روایت شوي دي د ( ۱۶۰۰ — ۱۸۰۰)  په شاوخوا کې دي ،  خو د احادیثو شمیر یې نسبي دی ، په دې معنی چې له چا نه ډیر زیات او له چا نه ډیر کم روایت شوي دي ، په مجموع کې ابو هریره ، ، ابن عمر ، انس بن مالک ، ام المومنین عائشه ، ابن عباس ، جابر بن عبد الله ، آبو سعید الخدری او عبد الله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهم تر نورو ډیر احادیث روایت کړي دي، چې په سر کې یې ابو هریره او ورپسې یې په ترتیب سره دا نور دي .

او دا چې ولې له ځینو څخه ډیر او له ځینو څخه کم احادیث روایت شوي دي ، داکار ګڼ شمیر لاملونه لري ، ځینو صحابه وو ته ځانګړي شرائط برابر شوي دي چې روایت یې ډیر دی ،لکه ابو هریره رضی الله عنه چې  د احادیثو د زده کولو لپاره یې خپل ژوند وقف کړی و ، او بله هیڅ مشغله یې نه درلودله ، لکه چې هغه خپله خپل حالت – د امام بخاري په روایت کې – داسې بیانوي : (إنكم تقولون: إن أبا هريرة يُكْثِر الحديث عن رسول الله صلى الله عليه وسلم، وتقولون: ما بالُ المهاجرين والأنصار لا يُحَدِّثون عن رسول الله صلى الله عليه وسلم بمثل حديث أبي هريرة؟ وإن إخوتي من المهاجرين كان يشغلهم الصَّفْقُ بالأسواق، وكنت ألزَمُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم على مِلْءِ بطني، فأشهد إذا غابوا، وأحفظ إذا نسوا، وكان يشغل إخوتي من الأنصار عملُ أموالهم، وكنتُ امرأً مسكينًا من مساكين الصُّفَّة، أَعِي حين ينسون، وقد قال رسول الله صلى الله عليه وسلم في حديثٍ يُحدِّثه: إنه لن يبسط أحدٌ ثوبه حتى أقضي مقالتي هذه، ثم يجمع إليه ثوبه، إلا وعى ما أقول، فبسطتُ نَمِرَةً عليَّ حتى إذا قضى رسول الله صلى الله عليه وسلم مقالته، جمعتُها إلى صدري؛ فما نسيتُ من مقالة رسول الله صلى الله عليه وسلم تلك من شيء( حتی خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته پدی صفت ګواهی ورکړه : (قَدْ ظَنَنْتُ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ أَن لا يَسْأَلَنِي عَنْ هَذَا الحَدِيثِ أَحَدٌ أَوَّلَ مِنْكَ؛ لِمَا رَأَيْتُ مِنْ حِرْصِكَ عَلَى الحَدِيثِ… ) الحديث .

همدا راز ابن عمر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو په پابندۍ کې نوم لري ، عائشة رضی الله عنها د نبوت په کور کې اوسېدله ، او انس هم د لسو کالو لپاره د رسول الله خادم و ، او عبد الله بن عمرو به لیکل ، او ابن عباس د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات نه وروسته د احادیثو راټولولو او زده کولو ته ملا وتړله او د مشرانو صحابه وو څخه به یې احادیث اورېدل …

او له ځینو نورو څخه بیا د همدغو شرائطو له کبله کم احادیث روایت شوي دي، مثلا : خلفا‌ء راشدین د خلافت په چارو مشغول وو ، او نسبتا مخکې وفات شول ، ځینې نور بیا په فتوحاتو کې مشغول وو ، او ځینې له دې وېرېدل چې هسې نه د احادیثو په روایت کې ترې کوم زیاتی یا کمی ونه شي ، نو ډیر احتیاط یې د روایت د کموالي سبب شو .

برسېره پر دې د احادیثو روایت کوونکي– په تېره بیا پورتني – صحابه د بعثت په زمانه کې  تنکي ځوانان وو – او دا ددې معنی لري چې هم یې د احایثو د اوریدلو پوره مینه او حماس ، او هم یې د هغو د حفظ او یادولو پوره وړتیا او استعداد درلود –  او عمرونه یې هم نسبت نورو ته اوږده وو، او تر هغه وخته پورې ژوندي پاته شول چې د احادیثو روایت ته اړتیا پیدا شوه .چې په دې ټکي به د همدې لړۍ په راتلونكې برخه کې رڼا واچوو ، ان شاء الله تعالی .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

دا به هم یو حدیث وی چی د خلکو په ګڼه ګوڼه کی ځان وژنه وکړی. دا خبری به ستاسو طالبانو له برکته هم یو وخت خپل باور له لاسه ورکړی او څوک به غوږ هم پری نه ږیریوی.