افغانستان

د امريکا متقاعد جنرال: ټرمپ له ټولو ممکنه لارو چارو د جګړې ختمول غواړي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا متقاعد جنرال او فاکس نیوز خبري اژانس کې د ستراتيژيکو چارو کارپوه جنرال جک کين وايي، ولسمشر ټرمپ له ټولو ممکنه لارو چارو هڅه کوي، د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او د انس حقاني په شمول د درې واړو طالب بنديانو خوشې کول د سولې لپاره يوه دريڅه کيدای شي.

جنرال جک کين د انس حقاني، د هغه د ماما حاجي مالي خان او د قطر دفتر د غړي مولوي محمد نبي عمري د ورور حافظ عبدالرشيد خوشې کول سولې لپاره د زمينې برابرولو ښه موقع بللې او وايي، چې له دې سره به د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې درېدلې خبرې بيرته پيل شي.

د جنرال کين په وينا انس حقاني تر خلاصون وروسته په پوځي چارو کې برخه نه شي اخيستی او يوازې د طالبانو د سياسي دفتر په غړيتوب د سولې په برخه کې فعاليت کولی شي.

جنرال جک کين خوشبيني ښودلې، چې د امريکا او طالبانو د مذاکراتو له نهايي کېدو وروسته به د طالبانو او افغان لوري ترمنځ هم خبرې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

لکه چی د اجنبیو د هدف پلانو لپاره ئي تنظیمی قاتل رهبران انتخاب او بیا ئي دملت قربانی د ظالم شوروی پر ضد د همدی غلامانو د شهرت لپاره تبلیغ او باالاخیره ددوی په نام ختمه کړه همداسی ئي روزل شوی قاتل رهبران د طالبانو انتخاب او د ملت قربانی ددی غلامانو شهرت په نامه په هلو ځلو کښي دی او اوس غواړی چی دا ټول غلامان په ډیره زیرنګی سره سره متحد کړی او ددوی په وسیله غیرتی ملت لا تباه کړی او افغانستان په مودرنه شکل سره مستعمره ددوی په وسیله د اوږدی مودی لپاره وساتی !!! مردودو… نور لوستل »

A saeed

ته نر سه يو سه وكره
ده امريكا او نوكرانو خلاف
او نر
سه ده طاليب خلاف هم
هيواد اشغال ده او ته بابولالي واي
طاليب خو زمونز محسن ده
او مونز ي احسان منو

دوکتور غروال

Saeed ، د تاسی پښتو نوشتی د میړنیو پښتنو ژبی څخه دی پنجابی پښتو بوی راځی ، پنجابیان دهمدی خټورورو او ګیرورو مصنوعی مسلمانانو او افغانانو په وسیله ئي اوس افغانستان ملت ته ځانونه پهلوانان ښکاره کوی او د ۴۱ کاله پخوا به ئي چی د پټان نام اوریدو نو پنجابی پرتګونو کښي به ئي متیازی جاری کیدی ، اوس داسی وخت راغلۍ چی پنجابیان افغانانو ته وائي چی ً ته نر سه یو سه وکړه ده امریکا او نوکرانو خلاف او ۰۰۰۰۰ ٍ بلی دا مصنوعی او تربیه شوی ملایان ځانونه نه یوازی خدای مهربان او قهار ته نږدی… نور لوستل »

Mujahid

دکتور غروال صاحب ! نوم خو دی په کریټیو او کجاوو کی نه ځایږی مګر مطالعه دی کمه ده له اخدی صاحب څه زده کړه هغه ډیر پک نشنلست دی او یا له یون صاحب وپوښته

دوکتور غروال

محترم مجاهد صاحب ، دتاسو معلمومات دنشنالیستی په برخه کښي هم دضعف سره مخامخ دی، احدی یو جاسوس او اجنبی غلام او یون دتاسو حلقی څخه دی ، د افغانستان ملت د۴۱ کلنی بحران کښي چی دا خپله د ناپاکو او خرڅ شوو افغانانو له خوا رامینځ ته شوۍ دی او دا د افسوس ځای دی چی دا مردود کسان ورځ پر ورځ د خارجیانو له خوا سره غونډیکیدو کښي دی او پلان موجود دی چی اجنبیان ددی خرڅ شوو په ذریعه با غروره ملت غلامی ته مجبور کړی او دا ارمان به خارجیان سره د خپلو غلامانو د خپلو… نور لوستل »

مجاهد

غروال صاحب ! ستاسی د تبصری ځواب می پورتنی مستقله تبصره کی لیکلی مراجعه ورته وکړی مننه

الحاج استاذ بیانزی

کفر حق پټونی ته وایی ، ټرمپ ، دغه جنرال او نور یی ټول کفار یعنی حق پټونکی دی یعنی دروغ وایی، غلا او درغلی کوی غلا، دروغ او درغلی حق پټونه یعنی کفر دی او کونکو ته یی کافر ویل کیږی . دوی کله هم روغه جوړه نه کوی مګر هغه چه د دار او ډار سره مخ شی. ملایکو د همدی کفارو به هکله ویل چه دوی به فساد کوی او وینی به تویوی مګر ولی ؟ دا ځکه چه دوی فطری بدمرغه انسانان دی دوی کی حرص تر اخری کچی وده کړی یعنی خلک استثماروی د استثمار… نور لوستل »

مجاهد

غروال صاحب ! فکر کوم مونږ له تاسی سره همصنفان وو، تاسی له لغمان یاست، پیشاور کی می لیدلی وی او که د تلیفون په لیکه مو اړیکه سره نیولی وه له یاده می وتلی. مونږ د حزب او تاسی د افغان ملت سره غړیتوب درلود. مونږ د حزب او تاسی د افغان ملت سره غړیتوب درلود. زه له نیمه مرغه د حزب له غړیتوب مستعفی او تماسید له بده مرغه اوس هم د افغان ملت غړیتوب لری، ځکه می درته د دوه نشنلستی ملګرو نوم یاد کړی هغوی زما نه ستا نشنلستی ملګری وو. اوس یی حالات وګوری چه… نور لوستل »

عبدالله

هلکه مجاهده اوس دس خپل اصلی سیره شکاره کره.لالیه شه ته اول حزبی وی اوس طالب شوی، ستا اوله الگو راکتیار وو او دوهمه هیبت الله. بس نو ستا سره نور مناظره او مناقشه او مباحثه نه ده پ کار.

دوکتور غروال

محترم مجاهد صاحب ، زه کاملآ مطمئین یم چی مونږ او تاسی سره همصنفیان نه وو اوهم ند ی لغمان یم او هیڅکله می د چا پلوسو افغان ملتیانو غړیتوب نه درلود حتی د هیڅ کوم بل حزب ، زه شکر مستقل پاتی شوۍ یم !! متأسفانه دا اټکلونه دی هم د نورو په شان غلطی خواته تللۍ دی ! بیا هم کور دی ودان چی پدی برخه کښی دی لږ څه فکر کړۍ دی ، افغان ملت ګوند سرچشمه د هتلری ظالم ګوند څخه دی او داسی هتلری لاره په افغانستان کښی ځای نلری ، شکر چی دوی اوس… نور لوستل »

Back to top button
10
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx