
هغه لوبغاړي چې په ۲۰۱۹م کال کې یې په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې هیټرک کړی
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د توپ اچونکي لپاره هیټریک اخیستل ستونزمن ګڼل کیږي خو ځینې داسې تکړه لوبغاړي شته چې په ۲۰۱۹م کال کې یې هم دغه څلی خپل کړی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا په خپله پاڼه د هغو لوبغاړو عکسونه خپاره کړي چې په ۲۰۱۹م کال کې يې په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د ویکټو هیټریک ترسره کړی دی.
په دې لوبغاړو کې د راشد خان په شمول لاست ملینګا، محمد حسنین، خاور علي، نورمان ونووا او دیپک چاهر شامل دي.
راشد خان
د ۲۰۱۹م کال لومړی هیټریک د افغانستان لوبډلې مشر راشد خان وکړ چې د ایرلینډ لوبډلې پر وړاندې یې په دریمه شل اوریزو سیالیو کې د ایرلینډ پرلپسې څلور لوبغاړي وسوځول او د ۳۰ منډو په توپیر یې سیالۍ وګټله، افغان لوبډلې دغه لوبلړۍ کې په ۳-۰ بریا خپله کړې وه.
لاست ملینګا
د نړۍ مشهور یارکر ویشتونکی سریلانکایي توپ اچونکی لاست ملینګا یوازینی لوبغاړی دی چې په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې یې په ۴ توپونو ۴ لوبغاړي سوځولي دي، نوموړي په ۲۰۱۹م کال کې د نیوزیلند لوبډلې پر وړاندې هیټریک وکړ او په څلورو توپونو یې ۴ ویکټې واخیستې، په دغه لوبه کې سریلانکا د ۳۷ منډو په توپیر بریا خپله کړې وه.
محمد حسنین
د پاکستان لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکي محمد حسنین د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې په شل اوریزو سیالۍ کې هیټریک ترسره کړ خو لوبډلې ته یې بریا ورنشوه کړای، نوموړی یو له ځوان توپ اچونکو څخه دی چې د ویکټو هیټریک یې کړی دی.
خاور علي
خاور علي چې د عمان لوبډلې توپ اچونکی دی د هالینډ لوبډلې پر وړاندې په شل اوریزو سیالۍ کې په لسم اور کې درې پرلپسې لوبغاړي وسوځول او هیټریک یې بشپړ کړ، د نوموړي په غوره توپ اچونې سره هالینډ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې یوازې ۹۴ منډې جوړې کړې وې.
نورمان ونووا
د پي ان جي لوبډلې لوبغاړي نورمان ونووا د شل اوریزو غوراوي سیالیو له لارې خپله لوبډله نړیوال جام ته ورسوله، خو د برمودا لوبډلې پر وړاندې یې د ویکټو هیټریک په زړه پورې و، چې لوبډلې ته یې بریا ورکړه.
دیپک چاهر
د هندوستان لوبډلې نوي لوبغاړي د بنګلدیش پر وړاندې هغه مهال د ویکټو هیټریک وکړ چې لوبډله یې د سیریز بایللو په درشل کې وه، خو د نوموړي ۶ ویکټې د ۷ منډو په بدل کې بنګلدیش لوبډله د ۱۷۵ هدف په پوره کولو کې په ۱۴۴ منډو وسوځېدله. دیپک چاهر په دې لوبه کې د شل اوریزو سیالیو تر ټولو غوره توپ اچونه هم ترسره کړه.
د یادونې وړ ده چې د کرېکټ په نړۍ کې د پاکستان لوبډلې چټک چپ لاسي غوره توپ اچونکي وسیم اکرم په نړیوالو لوبو کې تر ټولو زیات هیټریکونه ترلاسه کړې دي، نوموړی یوازینی لوبغاړی دی چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۳ هیټریکونه کړي دي.