آی سي سي پر نیکولس پوران د څلورو لوبو بندیز ولګاوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډيز لوبډلې توپ وهونکي د افغانستان لوبډلې پر وړاندې په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې په یوه ویدیو کې د توپ حالت په خرابولو لیدل شوی و.

وړمه ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ویدیو پلټنه پېل شوه چې په پایله کې نیکولس پوران د نوک په واسطه په توپ خرابولو تورن شو او د ۴ لوبو بندیز پرې ولګېد.

د کرېکټ نړیواله شورا په خپل ورکړل شوي راپور کې وایي: نیکولس پوران د افغانستان پر وړاندې په دریمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې چې د تیرې دوشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار کې ترسره کېدله د کرېکټ نړیوالې شورا د دریمې مادې په اصولو ماتولو لیدل شوی دی، نوموړي په خپله غلطۍ اعتراف کړی او ددوی لخوا څلور منفي پواینټونه ورکړل شوي دي.

آی سي سي زیاتوي چې پوران د ۲.۱۴ مادې د سرغړونې په تور تورن شو، دغه ماده کې د ګوتو له لارې د توپ حالت خرابول شامل دي، چې یاد لوبغاړی په ویدیو کې په داسې کولو لیدل شوی دی، هغه به په راتلونکو ۴ شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې ګډون نشي کولای او دغه راز ورته ۵ د ناوړه چلند پواینټونه هم ورکړل شول.

نیکولس پوران د توپ حالت خرابولو تیروتنه منلې او د خپلې لوبډلې سربېره یې د افغان لوبډلې څخه هم بخښنه غوښتې ده، نوموړی زیاتوي: «زه پوهیږم چې ما ستره تیروتنه وکړه او زه د نړیوالې شورا جریمه او بندیز منم، زه غواړم ټولو ته ډاډ ورکړم چې دا یوه انفرادي پېښه وه او په راتلونکي کې به هیڅکله تکرار نشي».

لکه څرنګه چې د افغانستان او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ سبا د پنجشنبې په ورځ د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پېل کیږي، نیکولس پوران به په یادو سیالیو کې د بندیز له کبله ګډون ونشي کړای چې دا د افغان لوبډلې لپاره په یوه لحاظ یو ښه زیری ګڼل کیدلای شي.

د یادونې وړ ده چې د توپ حالت خرابولو په تور ګڼ شمېر نور لوبغاړي هم تورن شوي چې د شاهد افریدي په شمول، د استرالیا سټیو سمیت، ډیویډ وارنر او ګڼ شمېر نور لوبغاړي په دې تور له لوبډلې کښینول شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د