د رایو د بیا ځلې شمېرنې بهیر ودرېد

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رایو د بیا ځلې شمېرنې او تفتیش بهیر یې په ټولو ولایتونو کې درولی.

له ټاکنو کمېسیون څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « د سیاسي ګوندونو، مدني بنسټونو او ځینو نوماندانو اندېښنو ته د لاسرسي په موخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې، چې نن ورځ چهارشنبه د غرمې له ۱ بجې وروسته په ټول هیواد کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر ودروي.»

ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته له هغه د رایو د بیا شمېرنې بهیر دروي، چې یاد بهیر د عبدالله عبدالله په ګډون د ګڼو نوماندانو له نیوکو سره مخ شو او یادو نوماندانو خپلو ناظرینو ته امر وکړ، څو له دې بهیر څخه څارنه ونکړي.

د رایو د بیا شمېرنې د پروسې له پیل سره سم د عبدالله عبدالله پلویانو د اعتراض په ګڼو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون مرکزونه وتړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

هیواد کی د تش په نامه دموکراتیکی او درغلنو ډک ټاکنو په اړه : لمړی : انسانان څه چه مرغان او ټول حیوانات یی وینی چه هیواد اشغال شوی. په اشغال شوی هیواد ټانکی توهین دی لکه څوک چه ښخی ته د نارینه خطاب کوی . دوهم: که ومنو چه هیواد خپلواک هم دی ناوړه او فاسده اداره لری تر ټاکنو د مخه بادی اداره اصلاح او با کفیفیته وی دریم : ټاکنی باید د بارنو په خوشه او بودیچه ترسره نه شی په اسلامی اصولو او ملی بودیچه ترسره شی. څلورم: د اوسنی شرایطو له مخی جمهور ریس که… نور لوستل »