مولانا فضل الرحمن د حکومت ضد ازادي مارچ ختم او په ټولو ښارونو کې د مظاهرو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د حکومت خلاف د اپوزيسيون ګوندونو «ازادي مارچ» د ختمولو او پر ځای يې په ټول هېواد کې د حکومت ضد لاريونونو او احتجاجي ناستو اعلان وکړ.

مولانا فضل الرحمن شېبه مخکې اسلام اباد کې د ازادي مارچ ګډونوالو ته د وينا پر مهال د احتجاجي ناستې د ختمولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې تر دې وروسته به د اپوزيسيون ګوندونو غړي او پلويان د ټول هېواد په کچه په خپلو ښارونو کې د حکومت ضد لاريونونو ته دوام ورکوي.

مولانا زياته کړه، چې په هېڅ صورت د لومړي وزير عمران خان حکومت نه مني او تر هغو به خپلو مظاهرو او احتجاجي ناستو ته دوام وکړي، تر څو، چې عمران خان استعفا نه وي ورکړي.

د جمعيت علمای اسلام مشر له خپلو پلويانو او د اپوزيسيون ګوندونو له ټولو غړو مننه وکړه، چې شاوخوا دوه اونۍ يې د حکومت ضد احتجاجي ناسته کې زغم وکړ او هغوی ته يې وويل، چې نور بايد په منظمه توګه خپلو ښارونو ته ولاړ شي او هلته د حکومت پر ضد خپلو مظاهرو او احتجاجي ناستو ته دوام ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mujahid
میلمه
Mujahid

فضل الرحمن تر ټولو غلام او خبیث او خبیث انسان دی دا چه د عمران ځان په مقابل کی به یی څومره ډالره له انګریزانو ترلاسه کړی هغه به هغه وخت معلومیږی چه انګریزانو د ارزال الرجمان په مظاهرو کومه د پام وړ لاسته راوړنه ونه لری . نو که انګریزان خالی لاسی شول ارزال الرحمن به هم خالی لاسی او په میدان به دی ګیدړ په شان شرمیدلی پاتی وی