د سولې چارو وزارت: راتلونکو څو ورځو کې د چین بین الافغاني ناسته کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د سولې په چارو کې د ګډ حکومت وزارت وايي، په راتلونکو څو ورځو کې د چین په پلازمېنه «بیجینګ» کې بین الافغاني ناسته رابلل کېږي.

دغه څرګندونې د سولې په چارو کې د دولت وزیر «سلام رحیمي» د چین جمهوریت له شارژدافیر «وانګ داکشو» سره په لیدنه کې کړې.

د یادې لیدنې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې د چین هیواد شارژدافیر بین الافغاني ناستې ته د نیول شوي تیاري په اړه د دولت وزیر ته معلومات ورکړل او ترڅنګ یې هیله څرګنده کړه، چې ښايي د چین ناسته د افغان سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

خبرپاڼه وړاندې لیکي «د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي په ښه توګه د بیجېنګ ناستې د جوړېدو په موخه د چمتووالو د نیولو او ښو پایلو د ترلاسه کولو لپاره مننه وکړه.همدارنګه ده د دې ناستې د چمتووالي د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.»

د خبرپاڼې په پای کې یاده شوې، چې د بیجینګ بین الافغاني ناسته به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي.

د بیجینګ بین الافغاني ناسته چې تمه وه د تېرې میلادي میاشتې په وروستیو کې راوبلل شي، د ناڅرګندو دلایلو له امله وځنډېده. دې ناستې ته په افغان حکومت سربېره طالبان هم بلل شوي.

که څه هم تر دې دمه طالبانو په یاده ناسته کې د ګډون رسمي پخلی نه دی کړی؛ خو تر دې وړاندې هغوی ټینګار کړی وو، چې د بیجینګ په ناسته کې به هیڅوک هم د یوه لوري استازیتوب نه کوي او د افغانانو په حیث به په یاده غونډه کې نظریات تبادله کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د