نړۍ

اسرائيلي يرغلګرو لسګونو فلسطينيانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): اسرائيلي یرغلګرو له تېرو دوو ورځو راهيسې د فلسطین په غزه کې خپلې درنې بمبارۍ او عمليات روان کړي دي، په دغو بمباريو کې تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ فلسطينيان شهيدان شوي او شاوخوا ۷۰ ټپيان دي.

سيمه کې د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، اسرائيلي یرغلګرو د غزې په جنوب «خان يونس» سيمه کې پر عامو خلکو برید وکړ او ورپسې يې «رفح» سيمه کې پر يوه کور بمباري وکړه او ټول کور يې ويجاړ کړ.

د اسرائيلو دفاع وزارت د غزې په ګڼو سيمو کې خپلو بریدونو او بمباريو ته دوام ورکوي او وايي، چې هدف يې د حرکت الجهاد الاسلامي ګوند غړي او پلويان دي.

اسرائيلي ښکېلاګرو له غزې سره پر پوله پوځيان زيات کړي او هلته يې پوځي مانورې هم پيل کړي دي.

د اسرائيلو صدر اعظم بنيامين نتنياهو ويلي، چې د حرکت الجهاد اسلامي ټول مهم ځايونه يې په نښه کړي دي.

نتنياهو حرکت الجهاد الاسلامي ګوند ته خبرداری ورکړی، چې يا به پر اسرائيلو خپل بریدونه دروي او یا به هم ځانونه د اسرائيلو بمباريو ته نيسي.

تېره ورځ هم اسرائيلي عسکرو د حرکت الجهاد اسلامي لوړپوړی پوځي قومندان بهاء ابو العطاء له خپلې مېرمنې سره يو ځای وژلی و.

د فلسطينيانو ځوابي غبرګون

د حرکت الجهاد الاسلامي غورځنګ ويلي، د اسرائيلو پر پلازمېنې تل ابيب او نورو ښارونو يې نږدې دوه سوه توغنديز بریدونه کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close