
اردوګان له ټرمپ سره د ليدو لپاره واشنګټن ته روان شوی
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان له خپل امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره د ليدو لپاره واشنګټن ته روان شوی دی.
ترکي چارواکي وايي، ولسمشر اردوګان به واشنګټن کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سربېره له نورو امريکايي چارواکو سره د واشنګټن او انقرې دوه اړخيزو اړيکو سربېره د سوريې شمال کې د کردي ملېشو ضد عملياتو او نورو اړينو چارو په اړه هم خبرې وکړي.
ترکيې پرېکړه کړې، چې له روسيې ايس ۴۰۰ توغندي واخلي، خو واشنګټن د ترکيې پر دې پرېکړې نيوکه لري او له همدې امله يې ګواښ کړی، که ترکيه له روسيې د ايس ۴۰۰ توغنديو هوکړه لغوه نه کړي، نو پر ترکيې به د امريکايي ايف ۳۵ ډوله الوتکو پلورلو له هوکړې په شا شي.
ترکي چارواکي وايي، ولسمشر اردوګان به له امريکايي چارواکو سره د ايف ۳۵ ډوله الوتکو د قرداد په اړه هم خبرې وکړي.
ترکيه وايي، له روسيې د ايس ۴۰۰ توغنديو پېرل د ترکيې خپله موضوع ده او امريکا بايد په دې اړه د ستونزو پېښولو هڅه ونه کړي.