نړۍ

هندوستاني عسکروایی په کشمیر کي مو دري وسلوال وژلي دی

kashmir-army-afp543(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳)سرینګر: هندوستاني پولیسو خبرورکړي دی چي دهندوستان ترولکه لاندی کشمیرکي یی دري وسلوال وژلي دی، دپولیسو یوه قومندان رسنیوته وویل دري سره وسلوال چي ګمان کیږي په پاکستان کي دلښکرطیبه له ډلی سره به تړاو لري له پولیسو سره په مخامخ ډزوکي ووژل شول.

دپولیس قومندان الطاف خان دای ایف پی خبري رسني سره په خبرو کي وویل دري سره وسلوال له سرینګر څخه ۵۵ کیلومټره لري دسوپور په ښارګوټي کي ووژل شول.

دپولیسو اووسلوالو ترمنځ جګړه تیرماښام رامنځ ته شوه چي نن سهاردوسلوالو په وژلو سره پای ته ورسیده، دوسلوالو اوپولیسو ترمنځ روانه جګړه له هغه څخه دوي ورځي وروسته رامنځ ته شوه کله چي پولیسو دسوپورښارګوټي ته څیرمه دسړک وغاړه ته ترځمکه لاندي ‌ډیره وسله ومندله چي ورپکی کلاشنکوفونه لاسي بمونه اوتوفنګچي شاملي وي.

له تیروشلوکلونو څخه وسلوال دهندوستان ترولکه لاندی کشمیر کي له هندوستاني چارواکو سره په جګړه اخته دي چي تراوسه پوري ډیری هندوستاني پولیس او عسکروژل شوی دي.

لشکرطیبه چي په هندوستان كي د ۲۰۰۸ کال دممبي دبریدونو شک ورباندی کیږۍ چیري چي له ۱۶۶ څخه زیات کسان وژل شوی وو، دامریکي دکورنی امنیت دچارومسئول جانټ ناپولیټانو تیره میاشت وویل دلښکرطبیه او القاعده ډله یوشانتي ترهګري ډلي دي، اولشکرطیبه هم دومره خطرناکه ډله ده لکه څنګه چي القاعده ده.

بخت الرحمن بخت ………………… نن  ـكي اسيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x