
درې افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ په پلاټینیم کټیګورۍ کې شامل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان تجارتي لیګ (PSL) پنځم پړاو سیالیو کې د پلاټینیم کټیګوري لپاره د بهرني لوبغاړو نومونه په ډاګه شوي دي چې درې افغان لوبغاړي هم په کې شامل دي.
د پاکستان سوپر لیګ د ۲۸ هغو بهرني لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ چې په پلاټینیم یا تر ټولو غوره کټیګورۍ کې شامل شوي دي، په دې لیست کې د افغانستان لخوا محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن هم شامل دي.
دغه لوبغاړو ته چې په پلاټینیم کټیګورۍ کې شامل دي د ۱۴۷زره امریکایي ډالرو څخه نیولې تر ۲۱۸زره امریکایي ډالرو پورې ورکول کیږي.
په یاد لیست کې ۷ لوبغاړي د انګلستان، ۶ د سویلي افریقا، ۵ د ویسټ انډیز، د استرالیا او افغانستان څخه ۳-۳، د سریلانکا ۲ او د نیوزیلند او نیپال یو یو لوبغاړی شامل دی چې نومونه یې په لاندیني عکس کې لیدلای شئ.
The preliminary foreign player Platinum pool for #HBLPSL Player Draft 2019 is here! More names coming soon. Who else do you want to see in action?
Details: https://t.co/3l0XahQ2iA pic.twitter.com/NEmIvN1tO4
— PakistanSuperLeague (@thePSLt20) November 13, 2019
تر دې دمه د پاکستان سوپر لیګ په لومړي پړاو کې افغان لوبغاړي محمد نبي ګډون کړی دی، خو له هغې وروسته د بېلا بېلو بوختیاو او د کرېکټ بورډ د منع کېدو له کبله افغان لوبغاړي په یاد لیګ کې نه دي لوبېدلي.
د پاکستان کرېکټ بورډ وایي چې د راتلونکي ۲۰۲۰م کال تجارتي سیالۍ بشپړ لوبې به په پاکستان کې ترسره کوي، له دې وړاندې له نیمه پایلوبو او پایلوبې پرته نږدې ټولې سیالۍ په عربي اماراتو کې ترسره کېدلې.
بلخوا ګڼ شمېر بهرني لوبغاړي نه غواړي پاکستان ته د امنیتي ستونزو له کبله سفر وکړي چې له کبله به یې په یاد پړاو کې د بهرنیو لوبغاړو ګډون بې خونده او کمزوری وي.
د پاکستان سوپر لیګ په هره لوبډله کې به درې پلاټینیم، درې ډایمنډ، ۳ ګولډ، دوه د ایمرجینګ او دوه اضافي لوبغاړي شامل وي، د لوبې پرمهال به هره لوبډله کې لږ تر لږه درې او زیات نه زیات ۴ بهرني لوبغاړي شامل وي.
د یادونې ده چې د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو سیالۍ به د ۲۰۲۰م کال په فروري میاشت کې د پاکستان په کراچۍ، لاهور، فیصل اباد او راولپنډۍ په ښارو کې پېل شي.