ورزش

د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ شل اوریزې سیالۍ سبا پېل کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ویسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ سبا د پنجشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار ایکانا لوبغالي کې د ماښام په ۶:۰۰ بجې پېل کیږي.

په شل اوریزو سیالیو کې افغان لوبډله په ۲۰۱۹م کال کې د ویسټ انډيز په پرتله غوره ځلېدلې ده، چې په تېرو ۱۰ سیالیو کې یې ۸ ګټلي او ۲ بایللي دي.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې پنځوس اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره شوه چې د ویسټ انډيز په لاس افغان لوبډلې په ۳-۰ ماتې وخوړه.

د کرېکټ نړیوالې شورا په خپل خپاره شوي راپور کې ویلي چې که څه هم ویسټ انډيز په یو ورځنیو لوبو کې افغانستان مات کړ خو په شل اوریزو کې د افغان لوبغاړو مزاج بدل وي او ماتول به یې تر ټولو سخت وي.

د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې اوسمهال افغانستان له بنګلدیش او ویسټ انډيز وړاندې په اتم مقام ځای لري خو ویسټ انډيز لوبډله په لسم نمبر ده.

د افغانستان، زمبابوې او بنګلدیش لوبډلو دوه میاشتې وړاندې درې اړخیزه سیریز ترسره شو چې افغان لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې وه خو د ورښت له کبله پایلوبه لغوه اعلان شوه.

که چیرې افغان لوبډله وتوانېدله ویسټ انډيز لوبډلې ته په ۳-۰ ماتې ورکړي په نړیواله درجه بندۍ کې شونې ده له سریلانکا لوبډلې څخه هم وړاندې شي.

په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې د ویسټ انډيز پر وړاندې د افغان لوبډلې احتمالي ۱۱ کسیزه لوبډله:

راشد خان (لوبډلمشر)، محمد نبي، اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګربز، ګلبدین نائب/کریم جنت، نجیب الله، جاوید احمدي، نوین الحق/سید احمد شیرزاد او مجیب ځدران.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x