
محمد نبي د کینټ لوبډلې سره د راتلونکي کال لپاره هم تړون وغځاوه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې نامتو لوبغاړي محمد نبي په انګلستان لیګ کې د کینټ سپیټفایر لوبډلې سره د راتلونکي کال سیالیو لپاره هم تړون وغځاوه.
د کینټ کرېکټ لوبډلې په خوښۍ سره اعلان وکړ چې افغان لوبغاړی محمد نبي سره یې د راتلونکي کال لپاره هم تړون وغځاوه، نوموړی د یادې لوبډلې په ګټه تېر کال هم ۹ سیالۍ ترسره کړي دي.
محمد نبي د انګلستان لیګ په تېر کال سیالیو کې د کینټ سپیټفایر لوبډلې په ګټه ۹ سیالۍ ترسره کړې چې ۱۴۷ منډو او ۸ ویکټو سربېره یې ۳ کیچونه هم اخیستي دي، د نوموړي په ۱۲ توپونو ۴۳ منډو یې لوبډلې ته په زړه پورې بریا ورکړې وه. نوموړی د خپلې لوبډلې دویم زیاتې «۱۱» شپږیزې وهونکی لوبغاړی هم و.
محمد نبي د کینټ لوبډلې سره د تړون غځولو په هکله خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې د کینټ لوبډلې سره یې د تېر کال سیالیو څخه خوند واخیست، «زه خوښ یم چې یو وار بیا دغې لوبډلې ته راستون شوم، مونږ غوره لوبډله لرو او راتلوکی کال به بشپړ وړتیا ښکاره کوو».
✍️🇦🇫 | Welcome back, Mr. President!@MohammadNabi007 #SuperKent https://t.co/pRIWXcXfNS
— Kent Cricket (@KentCricket) November 13, 2019
د کینټ لوبډلې رییس «پال ډاونتن» د نبي په راستنېدو خوښي ښودلې او ویلي دي چې محمد نبي مونږ ته خپله وړتیا وښودله، هغه د انګلستان هوا سره بلد شوی، نوموړی یو ښه استعداد لرونکی لوبغاړی دی چې شپږیزې وهلی شي او په هر حالت کې د توپ اچونې وړتیا لري.
۳۴ کلن محمد نبي وړمه ورځ د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو سیالیو په آلراونډرانو کې لومړی مقام خپل کړ.
د یادونې ده چې محمد نبي تر دې دمه نږدې د نړۍ په ټولو سترو لیګونو کې لوبېدلی دی، نوموړی په هند غوره لیګ کې د سنرایزز حیدر اباد، په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینیګډز لخوا او دغه راز په بنګلدیش او پاکستان لیګ کې یې هم خپله وړتیا ښودلې ده.