خبرتیاوی او پیغامونه

د انجينر نظر محمد مطمئن دوه کتابونه له چاپ راوتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغان ليکوال او سياسي مبصر ښاغلي نظر محمد مطمئن دوه کتابونه تازه له چاپه راووتل.

یاد کتابونه د »طالبان په جاپان کې او موږ په وارسا کې»
او “د ګوانتنامو درې بنديان” تر نومونو لاندې تازه کابل کې دانش خپرندويه ټولنې چاپ او د کتاب مينه والو ته وړاندې کړي دي.

طالبان په جاپان کې او موږ په وارسا کې کتاب کې ښاغلي مطمئن د سولې په اړه په جاپان کې د جوړې شوې غونډې او پرمختګونو په اړه خبرې کړي دي.

ددې تر څنګ د ګوانتنامو درې بنديان په نامه کتاب کې د یاد زندان د درې تنو بندیانو مولانا عبدالرزاق فتاحي، شريف الله شيرزاد او حاجي محمد نعيم کوچي د زاندان حالات او کیسې بيان شوي دي.

ښاغلي نظر محمد مطمئن چې د سولې په برخه کې فعال او د افغانستان د حالاتو څېړونکی دی، تر دې وړاندې يې هم يو کتاب “شپږ ورځې له طالبانو سره” تر نامه لاندې چاپ شوی دی او د افغانستان په سياسي وضعيت يې ګڼ شمير مقالې په بيلابيلو ويب پاڼو ، ورځپاڼو او مجلو کې خپرې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x