
طالبان: دولتي عسکر محاصره شوو داعشي جګړه مارانو ته پناه ورکوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): له تېرو څو مياشتو راهيسې طالبانو په ننګرهار کونړ او ټولو ختيځو سيمو کې د داعش جګړه مارانو پر ضد عمليات پيل کړي، په ننګرهار او کونړ کې يې د دغې ډلې مرکزونه نيولي، لسګونه داعش جګړه ماران يې وژلي او سلګونه يې حکومت ته تسليم شوي دي.
طالبانو د ننګرهار خوږياڼو ولسوالۍ کې وزيرو تنګي، پنکزيو، زاوې او د شېرزادو ولسوالۍ په لغړ څپري، مرکيخيلو تنګي، همدارنګه په پچير اګام، سليمانخېلو تنګي، تورې بوړې، د شينوارو په اچين ولسوالۍ، مامند، اوغز، کڅونه او نورو سيمو کې د داعش مهم مرکزونه نيولي، لسګونه داعش جګړه ماران يې وژلي او پاتې نور يې حکومتي عسکرو ته تسليم شوي دي.
طالبان وايي، کله، چې دوی داعشيان محاصره کړي، حکومتي عسکر د دوی پر جنګياليو عمليات او بمبار کوي او داعش جګړه مارانو ته پناه ورکوي.
همدارنګه په کونړ کې هم طالبانو د داعشيانو مرکزونه مرکزونه له مهمو اسنادو سره نيولي دي.
د کونړ چپې درې اوسېدونکي وايي، داعشيانو د خلکو مالونه او باغونه د ځان لپاره غنيمت باله، پر خلکو يې د جمعې لمونځونه بند کړي وو، له نورو ځايونو يې دلته بنديان راوستل او دلته به يې وژل، خو چې له تېرو څو مياشتو راهيسې، طالبانو په سيمه کې د داعش ضد عمليات پيل کړي، د کونړ ډېری سيمې يې هم ترې ونيولې او پاتې داعش جګړه ماران حکومت ته تسليم شوي دي.
د ننګرهار او کونړ چارواکو هم منلې، چې د يو شمېر پاکستانيانو سربېره لسګونه داعشيان ورته تسليم شوي، خو د چارو کارپوهان او ځايي اوسېدونکي وايي، حکومت يوازې هغه مهال داعشيانو ته پناه ورکوي، چې د طالبانو له لوري محاصره وي.
د شيرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، اوس، چې طالبانو د دوی سيمه له داعشيانو پاکه کړې او طالبان په شينوارو کې د داعش ضد عملياتو کې بوخت دي، حکومت شيرزادو ته قوه لېږلې او هڅه کوي، د داعش پر ضد د طالبانو روان عمليات ناکام او يا هم کمزوري کړي.
د طالبانو سربېره پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي شورا يو شمېر اوسني او پخواني غړي او د چارو کارپوهان وايي، امريکا او ګډ حکومت د داعشيانو ملاتړ کوي او هڅه کوي، چې دغه جګړه ماران د طالبانو ضد جګړو کې د خپلو موخو لپاره وکاروي.