راشد الغنوشي د تونس پارلمان رئيس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د تونس پارلمان د رايو په اکثريت د النهضة ګوند مشر راشد الغنوشي خپل رئيس وټاکه.

د النهضة ګوند مرکزي شورا ويلي و، چې راشد الغنوشي به د پارلمان رياست ته نوماند کړي او په مقابل کې يې د خلکو ديموکرات ګوند غازي الشواشي د پارلمان رياست ته نوماند کړی و.

تېره مياشت په تونس کې پارلماني ټاکنې ترسره شوې وې، چې د راشد الغنوشي په مشرۍ النهضة ګوند له ۲۱۷ څخه ۵۲ څوکۍ ګټلې وې، خو اکثریت يې نه و ترلاسه کړی.

د تونس پارلمان ډېری ازادو وکيلانو راشد الغنوشي ته رایه ورکړه، چې په پایله کې يې نوموړی د پارلمان رئیس وټاکل شو.

د راشد الغنوشي سربېره د پارلمان رياست د خلکو ديموکرات ګوند وکيل غازي الشواشي او د پخواني ديکتاتور زین العابدين بن علي د نظام پلوی عبیر موسی هم نوماندان ول، خو راشد الغنوشي ماتې ورکړه.

د النهضة ګوند وايي، د پارلمان رياست لپاره د راشد الغنوشي بریا د ټول تونس بریا ده.

راشد الغنوشي د تېرې پېړۍ په ۱۹۴۱ کال کې د تونس په قابس سيمه کې پيدا شوی، سياسي او اسلامي مفکر دی، د مسلمانانو د نړيوال تنظيم مرستيال او د النهضة ګوند مشر دی.

النهضة ګوند له اخوان المسلمين سره تړاو لري، نوموړی د پخوانی ديکتاتور زین العابدین بن علي د واکمنۍ پر مهال د تېرې پيړۍ په نويمو کلونو لندن ته تبعيد شوی و او ۲۰۱۱ کال کې د سوله ييزو مظاهرو په پایله کې د بن علي حکومت له نسکورېدو وروسته بېرته تونس ته راستون شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د