نيشنل انټرسټ: امريکا بايد له سوله ييزې لارې د افغانستان جګړه ختمه کړي او خپل عسکر وباسي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا نيشنل انټرسټ خپرونې ليکلي، د شاوخوا ۱۹ کلونو په تېرېدو امريکا په افغانستان کې بریا نه ده لاسه کړې او تر دې وروسته يې هم د بریا څرک نه ښکاري.

نېشنل انټرسټ وايي، امريکا د تېرو ۱۹ کلونو پر مهال په افغانستان کې خپل هر ډول زور کارولی، د امريکا او متحدينو هېوادونو د پوځيانو شمېر او پوځي وسائل څو چنده تر طالبانو زيات او غښتلي دي، خو د جګړې په ډګر کې پاتې راغلي دي.

خپرونه وايي، دا تشویش بې ځایه دی، چې د امريکايي او نړيوالو ځواکونو په وتلو به افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو وسله والو په مرکز بدل شي.

نېشنل انټرسټ د امريکا حکومت ته سپارښتنه کړې، چې له طالبانو سره د سولې مذاکراتو له لارې د افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.

خپرونې د طالبانو هغه دريځ ته هم اشاره کړې، چې د بهرنيو پوځيانو شتون د سولې او ثبات پر وړاندې ستر خنډ دی او وايي، تر څو، چې په افغانستان کې بهرني پوځيان موجود وي، سوله او کراري راتلل ناشوني دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د