
د لسګونو فلسطينيانو له وژل کيدو وروسته د حرکت الجهاد الاسلامي او اسرائيلو ترمنځ اوربند وشو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): عربي رسنۍ وايي، د اسرائيلي يرغلګرو له لوري د لسګونو فلسطينيانو له وژلو وروسته حرکت الجهاد الاسلامي او اسرائيلو د مصر په منځګړيتوب په اوربند هوکړه کړې ده.
د روانې اونۍ په سه شنبه او چهارشنبه اسرائيلي يرغلګرو عسکرو د غزې په ګڼو سيمو کې لسګونه فلسطينيان شهيدان کړي او له اتيا زيات يې ټپيان کړي دي.
سيمه کې د الجزيرې تلويزون خبريال وايي، د اسرائيلي یرغلګرو د بریدونو او بمباريو له امله د غزې په ډېرو سيمو کې برېښنا پرچاو شوې او د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.
د اسرائيلو لومړي وزير ويلي، په غزه کې د جګړې زياتېدل نه غواړي، خو که پر دوی برید کېږي ځواب به يې وايي.
مصر له دواړو لوريو د کرارۍ او اوربند غوښتنه کړې ده.
منځني ختيځ لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازی نيکولای ميلادينوف تېره ورځ د مصر پلازمېنې قاهرې ته تللی و او له مصري چارواکو يې غوښتي و، چې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د اوربند لپاره هلې ځلې وکړي.
تر دې وړاندې د حرکت الجهاد الاسلامي د سياسي دفتر غړي محمد الهندي ويلي و، چې اسرائيلو سره د اوربند لپاره درې شرطونه لري.
د محمد الهندي په وينا اسرائيل بايد د حرکت الجهاد الاسلامي د غړو له ترور کولو لاس واخلي، د غزې کلابندي پای ته ورسوي او په غزه کې د اسرائيلو پولې ته څېرمه د اسرائيلي اشغال پر ضد پر کېدونکو اونيزو مظاهرو له بریدونو او ډزو لاس واخلي.
څلور سوه توغندي
د اسرائیلو دفاع وزارت وايي، له تېرو درې ورځو راهيسې د غزې له لوري پر اسرائيلو څلور سوه توغنديز بریدونه شوي دي.
د حرکت الجهاد الاسلامي ګوند وايي، دغه توغندي اسرائيلو کې پر مهمو او سټراټيژيکو ځايونو لګېدلي دي.
عربي او اسلامي هېوادونو ترمنځ پر غزې د اسرائيلي يرغلګرو د بریدونو په اړه څه نه دي ويلي.