افغانستان

ايران: ترافيکي پېښه کې ۵۴ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د ايران په سيستان بلوچستان ولايت کې د ترافيکي پيښې له امله ۵۴ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ايران رسنۍ وايي چې تيره شپه د سيستان بلوچستان ولايت د سراوان خاش- زاهدان په لويه لاره د سپرليو ډک موټر له بل سره ټکرشوی چې په نتيجه کې يې ۲۸ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

سرچينه وايي چې په قرباني شويو کسانو کې ټول يې هغه افغانان دي چې په قاچاقي توګه د ايران له لارې ترکيې او بيا اروپايي هيوادونو ته اوښتل.

د زاهدان د پوهنتون روغتون يو مسؤل فريبرز راشدي ايرنا خبري اژانس ته وويل چې دا ټکر د هغو دوو موټرو ترمنځ شوی دی چې په قاچاقي توګه يې افغانان ايران ته ور اړولي وو.

هغه وويل چې ټپيان د زاهدان او امام خميني روغتونونو ته لېږدول شوي دي او د ځينو روغتيايي حالت په کې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

سيستان بلوچستان له افغانستان سره د ايران سرحدي ولايت دی چې قاچاقبران له دې لارې هغه افغانان چې اروپايي هيوادونو ته اوړي په قاچاقي توګه اړوي چې وخت ناوخت د ايران د عسکرو له لوري نيول او زنداني کيږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close