لاهور کې د هوا ککړتیا خطرناکې درجې ته رسیدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان په مرکزي ښار لاهور کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د هوا ککړتیا په خطرناک حالت کې ده خو اوس راپورونه وایي چې ددې درجه ځان وژونکي حالت ته رسیدلې ده.

د ای کیو آی د درجه بندۍ سره سم په لاهور ښار کې د هوا ککړتیا اوسمهال ۴۴۷ درجې ده چې روغتیا ته وژونکي ثابتېدلای شي، له دهلي وروسته لاهور دویم ښار دی چې د هوا ککړتیا په کې خطرناکې درجې ته رسیدلې ده، په دهلي کې دغه درجه اوسمهال ۵۵۶ درجې ښودل شوې ده.

د ایئر ناو د راپور سره سم د ککړې هوا درجه چې د ۳۰۱ او ۵۰۰ ترمنځ وي روغتیا لپاره خطرناکه بلل کیږي، په دغه حالت کې د روغتیا بیړنی حالت اعلانیږي، ځکه چې په دې سره ځایي ټول نفوس اغیزمن کیدلای شي.

اے کیو آئی کی درجہ بندی اور اس کے اثرات—فوٹو: ایئرناؤ ویب سائٹ

دوه اوونۍ وړاندې د هند په دهلي ښار کې د ککړې هوا له کبله د روغتیا بیړني حالت اعلان شو او په ښوونځيو کې رخصتي اعلان شوه، دغه راز ټولې ودانیزې چارې هم درول شوې وې.

د پنجاب حکومت هم د ککړې هوا له کبله په لاهور او نورو ښارونو کې ښوونځیو کې رخصتۍ اعلان کړی دی. ځايي خلک حکومت په ناکافي هڅو تورنوي، خو حکومت وایي چې دوی د هوا ککړتیا مخنیوي هڅې پېل کړې دي.

له تیرو څلورو کالونو راپدیخوا د لاهور ښار نفوس د ککړې هوا له کبله سخت اغیزمن دي او د بېلا بېلو ناروغیو ښکار شوي دي، چې د حکومت ناغیړۍ له کبله په پرلپسې ډول پنځم وار هم وګړي له ستونزو سره مخ دي.

پاکستاني چارواکي د ککړې هوا زیاتوالي پړه پر هند وراچوي چې هغوی تیره میاشت فصلونه سوزولي دي، خو کارپوهان وایي چې ستونزه د لاهور ښار په ککړه هوا کې ده.

یوازې لاهور یا دهلي نه، بلکې د افغانستان ګڼ شمېر ښارونه په ځانګړي ډول پلازمینه کابل هم د هوا ککړتیا له کبله هر کال زرګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي، په کابل کې چاودنې، ناولې اوبه او نورې ستونزې د هوا ککړتیا لامل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د