پاکستان کې روان کړکیچ؛ لاملونه او پایلې

د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز

د روان کال اکتوبر میاشتې په ۲۷ نېټه د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند په مشرۍ پراخه لاریونونه د واکمن (پاکستان تحریک انصاف) ګوند پر ضد له کراچۍ پیل شول. د اکتوبر په ۳۱ نېټه له نورو ځایونو لکه خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه هم ډلې ډلې خلک د لاریونو په موخه اسلام آباد ته ورسېدل. او له اوسني واکمن ګوند مشر څخه یې وغوښتل ترڅو استعفاء ور کړي او له واکه لاس په سر شي! دا چې د دې لاریونونو او استعفاء غوښتلو لاملونه او د لاريون کوونکو نورې غوښتنې څه دي؟ د اوسني حکومت او په ټوله کې پاکستان لپاره کومې ننګونې او پایلې له ځان سره لري؟ په دې تحلیل کې پرې هر اړخیزه شننه شوې.

پاکستان کې روان لاریونونه
د پاکستان جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، له ډېرې مودې راهیسې پلان درلود، ترڅو د اوسني واکمن ګوند پر ضد پراخه لاریونونه ترسره کړي، چې بلآخره د یادو لاریونونو پراخه څپې پلازمینې (اسلام آباد) ته د اکتوبر پر ۳۱ نېټه ورسېدې. که څه هم د لاریون کوونکو پراخه کچه د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمن ډله او عوامي نیشنل ګوند جوړوي چې مشري یې اسفندیار ولي خان کوي. مګر د واکمن ګوند نور مخالف ګوندونه لکه پاکستان مسلم لیګ نواز شریف ډله، پاکستان پیپلیز پارټي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران او پلویان هم تر یوې کچې په لاریون کې ګډون درلود.

د خیبر پښتونخوا حکومت د لاریون پیلېدو وړاندې ویلي وو، چې لاریون کوونکي به پرېنږدې ترڅو اسلام آباد ته د لاریون لپاره ولاړ شي، خو وروسته ولایتي حکومت له خپلې پرېکړې په شا شو، او لاریون کوونکي بې له کوم خنډ او ځنډ څخه پلازمینې ته ورسېدل. بلخوا د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه د لاریون پیلېدو وړاندې څرګنده کړه، چې د لاریون کوونکو مخه به نه ډب کوي، او د هغوی د آسانۍ په خاطر به هر راز قانوني مرسته ترسره کوي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند لنډه پېژندنه
په کال ۱۹۱۹ کې د انګریزانو استعمار پر ضد او د هند ملي کانګرس په ملاتړ د جمعیت علماء هند په نوم ګوند جوړ شو، او په بر صغیر کې د مسلمانانو لپاره د یو ځانګړي هېواد (پاکستان) جوړېدو او ملاتړ په پار له یاد ګوند څخه د جمعیت علماء اسلام په نوم د نوي ګوند په توګه راوټوکېد. په ۱۹۶۰ کال کې د ایوب خان ریژیم پر خلاف یاد ګوند چې مشري یې مفتي محمود په غاړه وه، خپل فعالیتونه پیل کړل. په کال ۱۹۸۰ کې د مفتي محمود وروسته د هغه ځوی مولانا فضل الرحمن د جمعیت علماء اسلام (ف) مشري په غاړه واخیسته چې تر اوسه د یاد ګوند مشري کوي. جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند دیوبندي فکر لري او په خیرپښتونخوا او بلوجستان کې زیات شمېر پلویان لري. د ۱۹۸۰ کال راهیسې د جمعیت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند سره یې ائتلافي او ګډ حکومتونو کې برخه اخیسته، او ویل کېږي چې د افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري او هر وخت د هغوی په ملاتړ څرګندونې هم ترسره کوي او اوس یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر ضد پراخه لاریونونه په لاره اچولي دي.

د اوسنیو او پخوانیو لاریونونو پرتله
د پاکستان مسلم لیګ ګوند پر ضد د اوسني واکمن ګوند ۲۰۱۴ کال پراخه لاریونونه چې شاوخوا ۱۲۶ ورځې یې دوام وکړ، او په ترڅ کې یې د وخت واکمن ګوند مشر او لومړی وزیر (نواز شریف) له دندې لرې کړ . د پاکستان په ملي تلویزون حمله ترسره شوه او د هېواد اقتصاد ته په پراخه کچه زیان واوښت. مګر د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ روان لاریون چې د ګډون والو کچه پکې د ۲۰۱۴ کال له لاریون څخه څو چنده زیاته ښکاري، تر اوسه د نظم له اړخه د زیاتو خلکو پاملرنه جلب کړې، د بېلګې په ډول لاریون کوونکي هغه پلي لارې او سړکونه پاکوي، چې د لاریون پر مهال ورڅخه ګټه اخلي. که څه هم په لاریون کې ښځینه ګډون والې شتون نه لري، مګر د رسنیو ښځینه کار کوونکو سره د لاریون کوونکو ښې رویې د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کار کوونکو توجه هم ځان ته جلب کړه. خو یو شی چې د ۲۰۱۴ کال لاریون کوونکو په پرتله دلته کمزوری ښکاري هغه، لاریون کې د ګډون په لاملونو دی، دلته لومړی ګډون وال له دې نه وو خبر، چې ولې لاریون ته راغلي، او د خپلو مشرانو څرګندونو پر خلاف یې غوښتنې مطرح کولې او یا یې ګډون د اسلام په خاطر ګاڼه، او وروسته ولیدل شول چې له رسنیو سره له خبرو هم ګوښه کېدو ته اړ کړای شول، مګر د تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۴ لاریون کې تقریباً هر ګډون وال په دې ښه پوهېده چې ولې یې لاریون کې ګډون کړی او لامل یې د چارواکو له لوري فساد، اقتصادي ځوړتیا او نورې اړینې ستونزې یادولې.

د لاريون لاملونه
په لومړي ځل د ۲۰۱۸ کال جون میاشتې ۲۵ نېټې ټول ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند د هېواد په سطحه ډېر شمېر رایې خپلې کړې، او د پاکستان په تاریخ کې یې با نفوذه ګوندونو لکه ( پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټی) ته په پراخه کچه ماته ور کړه. له هغې ډلې د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند هم وو چې په اوسني پارلمان کې هیڅ څوکۍ نه لري او یوازې په مشرانو جرګه کې څلور څوکۍ ورپاتې دي، هغوی تور پورې کوي چې ځینې ادارو چې ښایي مراد یې د فوځ او استخباراتو ادارې وي د اوسني واکمن ګوند د بریا تر شاه لاس درلود. چې دې خبرو د فوځ خاموشي هم ماته کړه او له مولانا څخه یې د ادارو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه خو مولانا یې په سیاست کې د فوځ په نه ګډون لنډ او ډیپلوماټیک ځواب ور کړ.

له دې پرته د پاکستان اقتصادي ځوړتیا، بې کاري، د حساب ورکولو په پلمه د پخوانیو سیاسي چارواکو نیول او د کشمیر قضیه هغه ستونزې دي چې یاد ګوند ته یې د لاریون ویستلو پلمه برابره کړه. خو واکمن ګوند مشر عمران خان بیا تور پورې کوي چې مولانا د بهرنیو او په ځانګړې توګه د هندوستان په اشارو کار کوي او اقتصادي ځوړتیا د پخوانیو حکومت میراث ګڼي او تمه ښيي چې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا لپاره به کار کوي.

په ورته وخت کې عمران لاریون کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د دفاع وزیر پرویز خټک تر مشرۍ لاندې کمېټه جوړه کړې، چې تېره دوشنبه یې د مخالفو ګوندونو کمیټې مشر اکرم خان دراني سره لومړنی کامیابه ناسته لرله، د سکهانو (لږکیو) لپاره د کارتاپور پرانستې ترڅنګ د احساس انډر کریجویټ پروژې لاندې په راتلونکې څلورو کلونو کې د بې وزله کسانو لپاره د دوه لکو سکالرشپونو (بورسونو) پروژه اعلان کړې او ښايي دا به هغه څه وي چې د لاریون کوونکي ګوند ادعاوې به تتې او واکمن ګوند سره مرسته وکړي.

خو لاریون کوونکی ګوند بیا غوښتنه کوي چې لومړی وزیر عمران خان دې استعفاء ور کړي او نوې ټولټاکنې دې په داسې ډول ترسره شي چې د ټاکنو په مرکزونو کې فوځ شتون و نه لري او که نه، خپل لاریون ته به دوام ورکړي او په راتلونکې کې به د هېواد ټولې لویې لارې وتړي. خو لیدل کېږي چې د لاریون کوونکي ګوند سره د حکومت د نورو مخالفو ګوندونو ملاتړ د هغوی د ګوندیزو ګټو پورې تړلی ښکاري، په لاریون کې د هغوی د پلویانو ګډون تت ښکاري. که څه هم دا کار لاریون کوونکي ګوند لپاره د بریا پر وخت ښه نقطه ثابتېدای شي، مګر په اوس کې د حکومت مخالفو ډلو لږ ګډون اوسني حکومت ته د لاریون کوونکو پر ضد د تبلیغاتو ښه زمینه برابروي او د هغوی د لا ویشلو لپاره تبلیغات په لاره اچول او کمزورۍ کولی شي.

په اوسنيو لاریونونو کې د حکومت مخالف ګوندونو کم رنګه ګډون دوه لاملونه کېدای شي، یو دا چې هغوی په ولایتي اسمبلیو او پارلمان کې تر یوې اندازې څوکۍ لري، او نه غواړي د تاوتریخوالي را پیدا کېدو پر وخت کې حکومت د هغوی پر ضد تبلیغات وکوي او په دې توګه شته ولسي نفوذ هم له لاسه ور کړي او بل دا چې د یادو ګوندونو مشران د اوسني حکومت له لوري د احتساب ورکولو په ترڅ کې بندیان شوي، غواړي پر اوسني حکومت د فشار واردولو سره خپل مشران (نواز شریف، مریم نواز، آصف زرداري او نور…) له زندانونو خوشې کړي، چې تر اوسه د (ن) لیګ پلویانو لپاره د هغوی د مشرانو نواز شریف او مریم نواز شریف په ضمانت خوشې کېدو په اړه شنه څراغونه په لاس ورغلي.

او بلخوا په دې وخت کې د مولانا فضل الرحمن له لوري لاریون پیلول هم په دې هیله وو، چې د حکومت مخالف ګوندونو (پاکستان مسلم لیګ او پاکستان پیپلز پارټۍ) ملاتړ به ځکه جلب کړي چې د هغوی مشران په جیلونو کې پراته دي او له دې پرته نور ګوندونه لکه عوامي نیشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي غواړي په اوسني حکومت فشار واردولو سره په ولایتي کچه د خپل نفوذ زیاتولو لپاره کمپاین ترسره کړي.

د لاریون کوونکو او واکمن ګوند لپاره ننګونې
د اوسني واکمن ګوند سره د فوځ ملاتړ، د نویو اقتصادي پروژو پیلول، د مولانا فضل الرحمن له لوري د فوځي ادارو پر ضد هغه څرګندونې چې تور پورې کوي چې په تېرو ټولټاکنو کې د ادارو (فوځ) په مرسته پراخه درغلي شوې، لاریون کې د حکومت نورو مخالفو ګوندونو لږ ګډون او د تاوتریخوالي پیلول ښايي د اوسني حکومت لپاره هغه مثبت اړخونه واوسي چې د لاریون کوونکو مخه پرې نوره هم ښه ډب کړای شي او په دې توګه د فوځ ملاتړ نور هم خپل کړي. خو بلخوا د هېواد په کچه بې کاري، د لومړنیو توکو د بیو او مالیې لوړوالی، د پخوانیو حکومتي چارواکو لکه پخوانی لومړی وزیر نواز شریف، پخوانی صدر آصف علی زرداري، پخوانی لومړی وزیر شاهد خان قان عباسي، مریم نواز او یو شمېر نور مخالفین جیلونو کې ساتل، په رسنیو یو شمېر بندیزونه لګول لکه د یوې رسنۍ پروګرام چلوونکي نه شي کولی په بله رسنۍ یا تلویزون کې د میلمه په حیث ګډون وکړي، د مولانا فضل الرحمن پر ضد نا سم الفاظ کارول هغه ننګونې دي چې کېدای شي د اوسني حکومت د بدنامۍ او ختمېدو سبب وګرځي.

د کړکیچ پایله
په پاکستان کې د واکمن حکومت پر ضد لاریون راویستل څه نوې خبره نه ده، او دا لړۍ د پاکستان جوړېدو را وروسته تقریباً د هر حکومت پر وړاندې را روانه ښکاري. خو اوسنی لاریون د هغه چا په مشرۍ پیل شوی چې یوې خوا د پاکستان په تاریخ کې ځانګړی حیثیت او تجربه لري، او له بلې خوا د پاکستان فوځ او استخباراتو سره یې اړیکې تل ښې پاتې شوي. دغه لاریون د هېواد اقتصاد ته هم زیان اړولی، اسلام آباد کې یې د عامو خلکو اقتصادي چارې هم ټکنی کړي. که چېرته لاریون دوام پیدا کړي او حکومت یې د پراخېدو مخه ونیسي، لرې نه ده، چې لاریون به د تاوتریخوالي لوري ته ولاړ شي، او کېدی شي اوسني حکومت ټغر هم ورټول شي. خو که اوسنی حکومت د لاریون کوونکو غوښتنو ته پر وخت د ځواب لارې ولټوي ښایي لاریون پای ومومي خو د لاریون کوونکو لومړنی غوښتنه چې د لومړي وزیر استعفاء ده او دا کار بیا ډېر ناشوني ښکاري، ځکه پارلمان کې مخالف ګوندونه ۱۵۶ څوکۍ لري او که وغواړي چې د لومړي وزیر څخه د اعتماد رایې واخلي هغوی ۱۷۲ رایو ته اړتیا لري.

سرچینه: جیو نیوز ویبسایټ

یوازینی لار چې ښايي اوسنی حکومت ټغر ورټول کړي او لومړی وزیر استعفاء ته اړ کړي هغه د لاریونونو لړۍ پراخول دي، چې تر اوسه یې په پاکستان کې مثبته نتیجه ورکړې ده، خو دا کار بیا د فوځ ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه د فوځ مشرانو د خپلو ادارو په اړه د مولانا څرګندونو وروسته غونډه هم کړې او د ادارو په ځواکمنتیا یې تاکید کړی چې دا بیا د اوسني حکومت څخه د ملاتړ څرګندې نښې ګڼل کېدای شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د