
غزني: طالبانو د دولتي ځواکونو اووه قرارګاوې نيولي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو په غزني ولايت کې تيره شپه او نن سهار د امنيتي ځواکونو قرارګاوې او پوستې نيولي او د يو قومندان په ګډون يې پنځو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوستو او قرارګاوو بریدونه کړي دي چې په نتيجه کې یې ۷ پوستې نيولي دي او عسکر له سيمې څخه تښتېدلي دی.
مجاهد په يوه بل خبر کې ويلي دي چې نن سهار يې هم د غزني ولايت مرکز اړوند شيخ اجل سيمه کې د محب الله اتل په نامه د اربکيانو يو قومندان له څلورو ساتونکو سره يو ځای وژلی دی.
#AlFath
Notorious commander (Mohibullah Atal) along with 4 guards killed by tactical explosion & brought to justice this morning in Sheikh Ajal area of #Ghazni capital. https://t.co/YcZk1HC5Fh— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 14, 2019
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ د کاپیسا ولايت امنيه قومندان فريد احمد مشعل هم په يو بريد کې ټپي کړی و چې اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په امنيتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.
تر اوسه د غزني ولايت چارواکو د پوستو د سقوط او قومندان محب الله اتل او د هغه د ساتونکو د وژنې په اړه څه نه دي ويلي.
نصر من الله و فتح القریب [ د الله ج د نصرت سره فتح نزدی کیږی ] انتم الاعلون ان کنتم مومنین [ تاسی بریالی یاست که تاسی ایمان ولری ] اړه نشته چه د بورتنو مبارکو ایتو تفسیر ولیکل شی مسلمانان ، کافرو خپلواکان او بلواکان یی په معنی او مفهوم پوهیږی. پوښتنه: دا ده چه د طالب مجاهدینو په ضد هغه عسکر چه نومونه یی ډیوید، سمیت او داسی نورو په ځای هغه عسکر جنګیږی چه نومونه یی د مسلمانانو دی نو څرنګه ورته چهاد ویلی شو. ځواب : زمونږ هیواد اشغال شوی هیوادوالو او نړیوالو ته په… نور لوستل »
محاهد ته: ولی خلک جنګ ته تشویق کوې. آیا ستاسو له کورنی څخه تر اوسه کوم یوو په جهاد کی برخه اخستې؟ مقصد د روسانو پر ضد مخکی له طالبانو. دا اوسنی جنګ خو جهاد ندی، دا د پردیو جنګ دی ځکه چی ټولو علماو بیغره له #### (فضل الحمن) څخه نورو ټولو ناروا وباله حتی د مکی مکرمی ملا امام.
د مجاهد لا هغه کیسه ده وایی قاضی ملامتولم خو زه نه ملامتیدم. مجاهد د طاهر اشرفی فتوا په حواله د ای اس ای منی.
مجاهده! ته یی جهاد بولی دکابل دری زره علما یی ناروا بولی، د کعبی امام یی فتنه یادوی او ورور وژنه یی بولی، د اسلامی هیوادو سازمان یا او ای سی ورته په واضحه د ناروا جنگ فتوا صادره کره. نو مجاهده دا گرده علما کافران او غلط دی او ته پر حق یی؟ حتی ستا هغه اول مربی راکتیار هم راغلی او صلحه یی وکره نوته ولی دومره سرناخلاص یی ولی دا ظلم ته جهاد وایی. هغه بله ورز چی مو کابل که هغه ماشومان شهیدان کرل هغوی کافران ول که پولیس او جاسوسان؟ عقل په کار واچوه عقده… نور لوستل »
اووه قرار ګاوی نه لس، تر څو به یی مساتی. آیا هغه ځایونه چی طالبانو نیولی پکی کوم عمرانی کار، سرک، شفاخانه څه شی تر اوسه جوړ شوي؟