لس کاله وروسته پاکستان کې د ټيسټ سیالۍ پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ چې په ۲۰۰۹م کال کې د ترهګرۍ پېښې له کبله په کې نړیوال کرېکټ په ټپه ولاړ دی، اوس یې کرېکټ بورډ مینوالو ته زیری ورکړی چې یوا وار بیا د ټيسټ سیالیو کوربه توب کوي.

د سریلانکا کرېکټ بورډ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې په راتلونکې دیسمبر میاشت کې دوه ټيسټ سیالیو لپاره چمتو والی نیولی دی، دوی زیاته کړې، «لس کاله وروسته زمونږ په مرسته پاکستان کې ټيسټ سیالۍ پېلیږي».

د سریلانکا کرېکټ بورډ اعلان کړی چې دوی به د ټيسټ چمپین شیپ سیالیو په لړ کې له ۱۱ دیسمبر څخه تر ۲۳ دیسمبر پورې په راولپنډي او کراچۍ لوبغالو کې دوه ټيسټ سیالۍ ترسره کړي.

دغه سیالۍ په اکتوبر میاشت کې د پاکستان په کوربه توب په عربي اماراتو کې ترسره کیدونکې وې، خو د پاکستان په غوښتنه دیسمبر میاشتې ته وځنډول شوې تر څو سریلانکا لوبډلې ته پاکستان ته په تلو ډاډ ورکړي.

د سریلانکا کرېکټ بورډ په پاکستان کې د امنیتي حالت ارزولو څخه وروسته دغه پریکړه کړې ده، دوی له دې وړاندې تیره میاشت پاکستان کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره کړې.

د پاکستان کرېکټ بورډ د سریلانکا پر یاده پریکړه خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په دې سره به پاکستان ته په بشپړ ډول نړیوالې سیالۍ ستنې شي، «مونږ د سریلانکا کرېکټ بورډ څخه مننه کوو چې پاکستان کې یې سیالیو ترسره کولو ته غاړه کېښوده».

د ټيسټ سیالیو مهالویش: لومړۍ سیالۍ به د ۱۱م دیسمبر څخه تر ۱۵م دیسمبر پورې په راولپنډي کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي، دویمه سیالۍ به د ۱۹ دیسمبر څخه تر ۲۳م دیسمبر پورې د کراچي په نیشنل لوبغالي کې ترسره شي.

باید یادونه وشي چې یوه میاشت وړاندې د سریلانکا لوبډلې پاکستان کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې، خو د سریلانکا په لوبډله کې بشپړ نوي لوبغاړو ګډون کړی و او نورو تجربه کار لوبغاړو پاکستان ته له سفر څخه انکار کړی و.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستان او سریلانکا ترمنځ د سیالیو پرمهال په لاهور ښار کې سریلانکا لوبډله له هوټل څخه لوبغالي ته پر لاره وه چې د یوې سختې ترهګري پېښې سره مخ شوه، چې له کبله یې ګڼ شمېر لوبغاړي ټپيان شول ، له یادې پېښې وروسته تر ننه پورې پاکستان کې په بشپړ ډول سیالۍ نه دي پېل شوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د