افغانستان په کرېکټ او فوټبال کې له خپلو سیالانو سره مخ کیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډله نن ماښام ۶:۰۰ بجې د ویسټ انډيز پر وړاندې په لومړۍ شل اوریزو سیالیو کې مخامخ کیږي، بل خوا د فوټبال ملي لوبډله به د هندوستان پر وړاندې په فوټبال سیالۍ کې مخامخ شي.

د افغانستان او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ له درې یو ورځنیو سیالیو وروسته د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ پېل کیږي چې د هوا حالت له کبله یې پچه ۱۵ دقیقې ځنډول شوې ده.

په دغه لوبه کې به د افغان لوبډلې لخوا ځینو نویو لوبغاړو ته هم چانس ورکول کیږي تر څو د ۲۰۲۰م شل اوریزو نړیوال جام چې په استرالیا کې ترسره کیږي بشپړ چمتو والی ونیسي.

هغه لوبغاړي چې چانس ورکول کیږي، رحمان الله ګربز په توپ وهنه کې او نوین الحق په توپ اچونه کې دي.

بلخوا د نړیوال جام چې په ۲۰۲۲م کال کې په قطر کې ترسره کیږي او د ۲۰۲۳م اسیا جام غوراوي سیالیو په لړ کې افغان فوټبال لوبډله نن د ماسخوتن په ۷:۳۰ بجې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې په خپل کوربه توب په تاجکستان کې لوبیږي.

افغانستان په ګروپ E کې د قطر، عمان، هند او بنګلدیش سره ځای لري، چې اوسمهال له قطر او عمان وروسته او له هند او بنګلدیش وړاند په دریم نمبر دی.

له دې وړاندې افغان لوبډلې بنګلدیش ته ماتې ورکړې ده خو له قطر او عمان څخه یې خپلې لوبې بایللې دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د