داعش جنګیالي ولې دولت ته تسلیمیږي؟!

عبدالرحیم (ثاقب) لیکوال او سیاسي شنوونکی

له څو ورځو راهیسي په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د تشدید له امله تر دری سوه زیات داعش جنګیالي دولتي ځواکونو ته تسلیم شوي.

له یادو مسلسلو تسلیميو څخه داسې ښکاري چې نور هغوی جنګي مورال بایللی او له طالبانو سره یې د مقاومت فکر له سره ایستلی وی.

کنه داعش جنګیالي په جګړه کې په دې مشهور دي چې د ژوند تر وروستۍ شیبې پوري تسلیمي ته ځان نه ورکوي.

داعش ماتوونکي طالبان

په ۲۰۱۴ کې د اسلامي دولت تنظیم تر تأسیس وروسته د طالبانو مشر تابه د یوه رسمي لیک په وسیله د داعش له مشر ابوبکر البغدادي نه وغوښتل چې افغانستان ته د خپلو جنګیالو له رالیږلو او دلته له فعالیت کولو څخه خود داري وکړي.

طالبانو هغه مهال دا لیک ورولیږه چې کله داعش د خراسان لپاره حافظ سعید خان د ولایت د امیر په حیث وټاکه.

که څه هم چې هغه مهال د اسلامي دولت تنظیم (داعش) په رسمي ډول د طالبانو د لیک په ځواب کې څه و نه ویل ، مګر د دې ډلې د هغه وخت ویاند ابو محمد العدناني د خراسان لپاره د ټاکل شوي والي حافظ سعیدخان د ټاکنې د اعلان په مهال د خراسان (افغانستان) له خلګو وغوښتل چې د امریکایانو او د دوي په وینا د شرک او ارتداد ځواکونو خلاف داسې پاڅون وکړي لکه چې د پخوانیو انګریزانو او شورویانو په خلاف چې یې کړی و.

سره له دې چې داعش د خپل تأسیس په پیل کې ډیر ځواکمن او له عراق ، سوریې ، یمن ، لیبیا او صومالیا نیولې تر افریقا پوري یې د القاعده په شمول ټولې سیالې ډلې مغلوبې کړي خو طالبانو یې په افغانستان کې په داسې حال کې مخه ډب کړه چې هغوی په عین حال کې له امریکايي او ناټو ځواکونو سره په څو جبهو کې په جګړه مصروف وو.

په افغانستان کې د داعش ځای پرځای کیدل

داعش جنګیالي له پیله د یوه پلان له مخې د افغانستان په ختیځ، شمال ، جنوب لویدیځ (غورولایت ) او مرکزي ولایت زابل کې متمرکزشول.

هغوی ځکه د خپل تمرکز لپاره دا نقطې غوره کړې چې وکولای شي په اسانې سره د افغانستان له پولونه ګاونډیوهیوادونو ته خپل فعالیتونه صادرکړي.

خو د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۰مه د هیواد په مرکز زابل ولایت – خاک افغان ولسوالۍ کې د دې ډلې په خلاف د طالبانو لومړني کاري عملیات د دې لامل شول چې په مرکزي افغانستان کې یې د داعش د ځاي پرځای کیدو امکانات ناشوني کړل.

په زابل کې تر درنې ماتې وروسته هغوی په ختیځ سربیره شمال ته مخه کړه ، خو په شمال کې یې طالبانو د نفوذ د مخنیوي لپاره داسې ستراتيژیک پلان طرح کړ چې که د کابل د دفاع وزارت پوځي الوتکو د طالبانو له محاصرې نه وای ژغورلي نو اوس به یې ټول شمال او د هغه ګاونډ له ګواښه بیغمه و.

د ۲۰۱۷کال په نومبر او دسمبر کې یې چې کله د سوریې په رقه اود عراق په موصل ښارونو کې ماتې وخوړه ډیری بهرني جنګیالي یې د افغانستان شمال په تیره د جوزجان ولایت د درزآب ستراتیژیکې ولسوالۍ ته را منتقل کړل شول.

د سیمې د اوسیدونکو او عیني شاهدانو په خبره چې په یادو جنګیالو کې د فرانسې، الجزایر، منځنۍ آسیا او ځینو اروپايي هیوادونو اتباع هم شامل وو.

دا چې دا جنګیالي څه ډول او د چا په وسیله د شمال جوزجان درزاب ته راورسول شول هغه معمی ده چې تر اوسه چاورته حل نه دی موندلی.

په افغانستان کې میشت داعشیان

د ترلاسه شویو معلوماتو پراساس په افغانستان کې د داعش دری ډوله جنګیالي میشت دي:

لومړی: د منځنۍ آسیا او شرقي ترکستان اتباع، چې په هغوی کې ازبکان، تاجکان، قیرغیزیان، چیچن او ایغوریان شامل دي.

دوهم: د ګوتو په شمیرعرب، اویا عربی الاصله اروپایان.

دریم : د قبائلي سیمو پاکستانیان او د ایران یو محدود شمیر بلوڅان.

په دې دریو واړو ګټګوریو کې یې تر ټولو زیات شمیر ازبکان، د منځنۍ آسیا هیوادونو اتباع او د شرقي ترکستان ایغوریان دی چې تر ټولو سخت زړي جنګیالي یې هم همدادي.

اوزبکان او د منځنۍ آسیا نور جنګیالي چې په افغانستان کې د داعش ستون فقرات تشکیلوي د طالبانو د حاکمیت په مهال د طاهر یولداش تر مشري لاندې د طالبانو په لیکوکې جنګیدل.

په ۲۰۰۹ کې د طاهر یولداش تر وژنې وروسته د ازبکستان اسلامي حرکت ګوند منشعب او افراد یې په بیلابیلو ډلګیو وویشل شول.

د داعش په راپیداکیدو سره تر ټولوزیات همدا د ازبکستان د اسلامي حرکت جنګیالي وو چې له داعش سره یوځای شول. عبدالعزیز د طاهر یولداش زوی هم له داعش سره د یوځای شویو کسانو په ډله کې و چې وروسته د طالبانو لخوا اسیر کړل شو.

دغه جنګیالي ټول تنکي زلموټي دي چې په سختو جنګي شرائطو کې زیږیدلي ، لوی شوي او په خونړیو جګړو روږدي شوي دي.

هغوی له طالبانو څخه ځکه داعش ته لاره بدله کړه چې طالبان د خپلو افرادو د فعالیتونو د کنټرول لپاره سرسختانه مقررات لري.

اما دا جنګیالي چې ټول عمر یې په جګړه کې تیرشوی غواړي چې د یوه بي مسؤلیته ژوند تیرولو لپاره داسې ځای ځانته غوره کړي چې هلته له هرډول قید او بسته خلاص وي.

ګاونډیو هیوادونو ته د داعش د صدور مرحله

لکه څرنګه چې له عراق او سوريي څخه افغانستان ته په نامعلوم ډول د داعش فرانسوي، الجزائرې او نور بهرني اتباع را وارد شول ، اوس په هماغه ډول له افغانستان څخه د هغه شمالي او جنوبي ګاونډ ته د هماغو نامعلومو جهتونو لخوا د یادو جنګیالیو د صادرولو مرحله پیل شوې ده.

دا مرحله ځکه پیل شوې چې د داعش په خلاف د طالبانو پوځي عملیات ګړندي شوي چې یواځي په تیرو دوو اوونیو کې په ننګرهار او کونړ کې ډیری سیمې د هغوی له ولکې وتلې او تر دری سوه زیاتې داعشي کورنۍ د طالبانو په لاس د وژل کیدو او اسارت له ډاره په دولتي ځواکونو ته تسلیم شوې دي.

د ننګرهار د والي د څرګندونو له مخې په تسلیم شویو داعشیانو کې د بهرنیو هیوادونو اتباع هم شتون لري.

همدا راز له رسنیو سره د دغو تسلیم شویو داعشیانو د څرګندونو له مخې د هغوی له پنځو سوو تر زرو کسانو پوري د کونړ- نورستان له لارې شمال ته تللي دي چې له هغه ځایه منځنۍ آسیاته د رسیدو تابیا لري.

داعشي وسله وال ولي دولت ته تسلیمیږي؟!

دا پوښتنه د هرچا په ذهن کې ورتیریږي چې داعش جنګیالي ولي له طالبانو سره د مقابلې په مهال دولت ته تسلیمیږي؟

سره له دې چې طالبان له بندیانو سره په ښه سلوک شهرت لري او بیا ښايي له هغو داعشي کورنیو سره چې معصوم ماشامان او تور سرې ورسره شتون ولري تر نورو بندیانو هم استثنايي مثبت سلوک ولري.

مګر دا چې دوی بیاهم د تسلیمي لپاره د طالبانو په ځای دولتي جهت ته ترجیح ورکوي ښايي لامل یې دوې خبرې وي:

لومړي دا چې د هغوی تسلیمي د یوه ورکړل شوي پلان له مخې وي او په دې پلان کې دوی ته ویل شوي وي چې تاسو د خپل بعدي فعالیت د اتمام لپاره دولت ته تسلیم شئ ؛ ځکه له دولت سره تر یوځای کیدو وروسته هغوی ته له خپلو ټولو ترسره کړیو جنایاتو څخه برائت ورکول کیږي او د دولت تر حمایت لاندې د فعالیت زمینه ورته میسره کیږي.

دوهم دا چې که طالبانو ته تسلیم شي هغوی یې اصلي هویت افشاء کوي او د پلان ورکوونکو او تمویلوونکو لوریو حقیقت یې راسربیره کوي ، مګر دولتي ځواکونه یې د هویت د پټ ساتلو ترڅنګ خپل مسیراو هدف ته په رسولو کې د هغوی تمویل، تجهیز او انتقال هم کوي.

پر افغان تاجک پوله د داعش اوښتلو خونړۍ پیښه

د روان کال د نومبر په پنځمه نیټه د افغانستان / تاجکستان په پوله د شلو تنو داعشیانو وسله وال برید له افغانستان څخه تاجکستان ته د دې ډلې د لومړۍ وسله والې جوپې د لیږد لومړنۍ پیښه ده چې د تاجیک امنیتي چارواکو په متقابل برید کې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د روان کال د اکتوبر په ۲۶مه نیټه د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژنې سره د یادې ډلې جنګیالیو مورال بایللی او نور په همدې بایللي مورال په افغانستان کې د طالبانو د مقابلې توان نه لري.

نو د دې لپاره چې له یوې خوا د طالبانو په تصفیوي عملیاتو کې له وژل کیدو څخه وژغورل شي او له بلې خوا
د دوی اصلي هدف ماوراء النهر( منځنۍ آسیا) چین او یاهم ایراني پولو ته یې د انتقال عملیه آسانه شي خپل ځان دولتي ځواکونو ته سپاري چې د هغوی له دولتي امکاناتو او پوځي الوتکو څخه په استفادې سره په آساني سره خپل منزل مقصود ته ورسیږي.

طالبان هم په دې خوښ دی چې داعشي جنګیالي له افغانستانه ووځي ؛ ځکه هغوي سږ کال د الفتح عملیاتو ډیر وخت او امکانات له داعش څخه د ننګرهار او کونړ تصفیوي عملیاتو ته ځانګړي کړي و ، چې په دې سره یې د بهرنیو ځواکونو خلاف پوځي فعالیت ډیر متاثر شوی دی.

که څه هم چې طالبانو د داعش خلاف د تصفیوي عملیاتو پلان په داسې ډول طرح کړی و چې دا مزاحمتي ځواک په افغانستان کې په داسې طریقه ختم کړي چې هم یې افغانان او هم یې د هغوی ګاونډیان له راتلونکي خطره وژغورل شي.

مګر ګاونډي هیوادونه د دې په ځای چې د خپل مصلحت په خاطر د طالبانو د اقدام حمایت وکړي ، د هغه حکومت له سیاستونو دفاع کوم چې داعشي جنګیالو ته د دوي تر پولو پوري د رسیدو تسهیلات برابروي.

هماغه ده چې طالبان هم غواړي خپل هیواد له داعشه تصفیه او نور په دې کار نه لري چې را وارد شوي داعشیان څه ډول او له کومو لارو څخه له افغانستانه ګاونډیو هیوادونو ته صادریږي؟!

پاي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فايز افغان
میلمه
فايز افغان

يوه خبره چې زه کول غواړم هغه دا چې که موږ د اسلامي تحریکونو هغه کړنو ته وګورو چې دوی د شکست په حالت کې ورسره مخامخ شوي دي هغه دا چې دوی د دې په ځای چې نورو اسلامي ډلو ته تسليم شي ځي د خپل مسلمان حريف پر ځای د هغې مخالف لوري ته تسليميږي. پخواني مجاهدين د طالب پر ځای لومړی روس او بيا امريکا پر طالب بهتره وبلله . په ليبيا کې د قذافي پر ځای يې د امريکا لاسونه مچي کړل. په سوريه کې اکثره بيرته بشار ته تسليم شول. په عراق کې اخوانيان د… نور لوستل »

خیر
میلمه
خیر

داعش أو القاعده يوشي دي ديودرختي شاخونه دي. درخته خو نو تاسي ته معلومه (اخوانیان دی)

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ثاقب صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! الله ج دی اجرونه درکړی ، تل په حقایقو ولاړی او اموزنده لیکنی لیکی زه به هم یو څو جملی ورسره زیاتی کړم : داعش د چا له خوا، څه د پاره او څه ډول رامنځته او بیا افغانستان او نورو هیوادو ته ولی انتقال شول او انتقالیږی په اړه د لیکنی اړتیا ده له تبصری به زایاتی وی مګر په لند ډول به دی تبصره کی هم څه ولیکم : داعشیان په ژور فکر او د امریکا او سعودی د اوږدو پلانو له مخی د اسلام، مسلمانانو، جهاد، مجاهدینو… نور لوستل »

ابو سیاف
میلمه
ابو سیاف

سلام علیکم آقای ثاقب
نوشته ظاهرا تحلیلی شما از کمبود موارد زیاد یک نوشته تحلیلی رنج می برد و با توجه به دسترسی شما به منابع دست اول طالبان؛ از ارایه ارقام دقیق و دید استراتژیک عاجز است. لحن نوشته قسمی است که گویا آنرا یک ایرانی مربوط سپاه پاسداران نوشته و شما آنرا به پشتو ترجمه کرده اید.

مجاهد
میلمه
مجاهد

داعشی ابو سیاف ته: تر هغی چه مونږ ثاقب صاحب پیژنو، ویاړلی ، اسلام پوه او مجاهد شخصیت لری، د ښه استعداد او تقوی خاوند او د افغانستان جهاد په سیاسی اړخ کی پراخه او نه ستړی کیدونکی ونډه لری اموزنده، معقوله او په حقایقو ولاړی لیکنی یی مونږ افغانان هر وخت لولو له داعشی ابوسیاف غیره ټول یی مننه او ستاینه کوی . ابو سیاف له نوم معلومیږی چه څوک دی او چاته کار کوی داعشیان د اسلام، مسلمانانو ، جهاد، مجاهدینو او الهی نظام ( خلافت ) د بدنامولو او اسلامی نړی د ورانولو د پاره د سعودی… نور لوستل »

همت منصور
میلمه
همت منصور

سلام علیکم. هیله ده دا مضمون د تبصرې نه بلکې د یوې مستقلې لیکنې په ډول خپره کړئ. مننه. د چاپو او شپینو عملیاتو مقابله څنګه باید وکړو؟ لکه څنګه چې زموږ ټولو هیوادوالو ته معلومه ده په دې وروستیو کې وحشي او بې رحمه دوښمن په چاپو او شپنیو عملیاتو ډير تمرکز کړی چې په ترځ کې ېې هره ورځ لسګونو بې وزله هیوادوالو په تیره عامو افغانانو میرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي او کورونه ېې نړیږي. دا چې په دې اړه د مجاهدینو مسئولیت څه دی او کوم کارونه باید وکړي دخپلو تجاربو په اساس لاندې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فایز افغان صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی اما بعد! فایز صاحب ! د شکلی تبصری سره دی نه یواځی توافق نظر لرم او ستاینه یی کوم مګر په شمال کی د طالبانو تسلیمی چه د مسعود په ځآی دوستم تسلیم شول ناسمه معلومات لری . لمړی دا سمه چه د مسعود شروع سمه مګر اخره یی تر دوستم هم بدتره او د طالبانو ضد د دوستم سره ملګری او دوستم ته یی د ملګرو له خوا ( خالد بن ولید ) وویل شو. دوهم : طالبان دوستم ته نه امریکایانو ته جبرا تسلیم او بیا امریکایانو وحشی دوستم… نور لوستل »