افغانستان فوټبال مساوي کړ خو کرېکټ کې يې ماتې وخوړه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ او فوټبال ملي لوبډلو نن د پنجشنبې په ورځ د خپلو سيال لوبډلو سره سيالۍ ترسره کړې چې فوټبال يې مساوي او کرېکټ کې يې ماتې وخوړه‌.

کرېکټ

افغان لوبډلې د ويسټ انډيز پر وړاندې د درې شل اوريزو سياليو لومړۍ لوبه ترسره کړه چې د ۳۰ منډو په توپير يې ماتې وخوړه‌.

په ياده سيالۍ کې راشد خان پچه وګټله خو لومړی يې د توپ اچونې پریکړه وکړه، مجيب په لومړي اور کې ویکټه واخیسته خو وروسته ايون ليويس په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي چټکې ۶۸ منډې جوړې کړې.

له دې وروسته افغان لوبډلې ښه توپ اچونه وکړه خو ويسټ انډيز افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، ددوی لخوا ليويس ۶۸، او پولارډ ۳۲ زياتې منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې ګلبدين نائب او مجيب الرحمن ښه وځلېدل، نائب په ۴ اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول، مجيب ۲۷ منډې ورکړې او ۱ لوبغاړی يې وسوځاوه.

په ځواب کې افغان لوبډلې کمزوری پېل وکړ او په سر کې يې د ابراهيم ځدران او رحمان الله ګربز ويکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته يې هم د پام وړ ملګرتیا ونکړه چې په پای کې يې په شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو يې ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

حضرت ځاځي په ۲۹ توپونو ۲۳ منډې وکړې، اصغر افغان ۲۵، نجيب ځدران ۲۷ او فريد ملک ۲۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

فوټبال

بلخوا د افغانستان فوټبال لوبډلې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې د نړيوال او اسيا جام غوراوي سياليو په لړ کې لوبه ترسره کړه چې افغان لوبډلې ګټلې لوبه مساوي کړه.

افغان لوبډلې د لومړۍ نيمايي په اضافي وخت ۴۸مه دقيقه کې ګول وواهه چې تر ۹۲مې دقيقې يې دفاع وکړه، خو په ۹۳مه دقيقه کې د هند … لوبغاړي ګول وواهه چې په مرسته يې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

افغان فوټبال لوبډله د يادو سياليو په لړ کې د قطر، عمان، هند او بنګلديش سره په ګروپ کې ځای لري چې اوسمهال د ۴ پواينټونو په درلودلو سره په دريم نمبر ځای لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د