نړۍ

امریکه غواړي پاکستان کي دخپلو فوځي ښونکو په شمیره کي کموالي راولي

mike_mullen(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۰۳) واشنګټن: له هغه څخه وروسته چي امریکایی سمندري خاصو ځواکونو په ایبټ اباد کي داسامه پروداني باندي برید وکړ اودنوموړي دوژلو اعلان یی وکړ، په اولو کي پاکستاني چارواکو دامریکایانو له لوري دایبټ اباد دعملیاتو په اړه سوړ دریځ څرګند کړ، خووروسته بیا پاکستاني چارواکو دغه برید په سختو ټکوسره وغاندي اودايی پر خپله خواره باندي له یوډول تیري سره تعبیر کړ.

اولدي سره سمدستي دامریکایانو اوباکستان ترمنځ یو ډول ترینګلیا رامنځ ته شوه، چی وروسته پاکستاني چارواکو په پاکستان کي دامریکایی فوځي ښونکو دکموالي غوښتنه وکړه، امریکایی فوځی سرچینو خبرورکړی دي چي امریکا په پاکستان ټول ۱۵۰ فوځي ښونکي لري چی پاکستاني عسکروته ښوونه ورکوي، اوس امریکایانو رضامندي ښودلي ده چي په پاکستان کي دخپلو فوځي ښونکو شمیره له ۱۵۰ څخه و ۵۰ کسانوراکښته کړي.

دامریکي دفوځ لوي درستیز مایک مولن چي دروان کال داکتوبرپه میاشت کي به خپله دندي څخه لري کیږي وایی تراوسه پوري دپاکستان اوامریکي ترمنځ په ځیني امورو کي څه ناڅه اختلاف شته، چي هغه دروانو حالاتو له کبله رامنځ ته شوی دي،

په داسي وخت کي چي دغه دواړه ملګري هیوادونو له یو ډیر حساس پړاو څخه تیریږي اوامریکا نه غواړي تریو وخته پوري دپاکستان حکومت سره ملګرتيا ته دپاي ټکی کښیږدي، داچي اوس امریکایی چارواکو دپاکستان دغي غوښتني ته غاړه کیښوده اوپه پاکستان یی دخپلو ښونکو فوځونو په شمیره کي دپام وړکموالي راوستي لدي څخه دامولومیږي چي ددواړو هیوادونو اړیکي له څومره نازک پړاوڅخه تیریږي، اودي خبري ته هم اشاره کوی چي امریکه تراوسه پوری هم دپاکستاني چارواکو ځینو غوښتنوته غاړه ږدي اونه غواړي په سیمه کي ددوي په اصطلاح دترهګري په خلاف جګړه کي نژدي ملګري له لاسه ورکړي.

تیره اوني دامریکي دبهرنیو چارو وزیري هیلري کلنټن په اسلام اباد کی دامریکي په سفارت کي خبری رسنیوته وویل داسي نښي نښاني نه ښکاري چي پاکستاني لوړرپوړي چارواکي دي داسامه ځاي ځايګي په اړه مالومات درلودو، خونوموړي زیاته کړه تراوسه پوري دامریکي اوپاکستان ترمنځ په اړیکوکي ترنیګلتیا موجوده ده.

له بله لوري مایک مولن زیاته کړه مونږ اوس اوس له ډیرسخت پړاو څخه تیریږو اودغه حالت به تریو وخته پوري دوام ومومي، مولن همدارنګه له کانکرس څخه وغوښتل چي دپاکستان په اړه له صبر اوزغم څخه کارواخلي، ځکه چي په کانګریس کي پر دي خبري باندي بحث روان دي ترڅو دامریکي دکانګریس له لوری دپاکستان لپاره اعلان شوی مرسته کي کموالی راولي.

مولن زیاته کړه اوس لا وختي ده چي له اسلام اباد سره ملګرتیا ختمه کړو زمونږ اوداسلام اباد ملګرتیا به دومره اوږده نه وي ، نوموړي وویل مونږله درو څخه ترڅلورو کلنوپوري دي ته اړیو چي له پاکستان سره ښه ملګرتیا ولرو، مولن وویل اوس اوس پوره وخت نشم تعینولای چي ترڅه وخته پوري به پاکستان سره ملګري یو، خو دومره ویلي شم چي مونږ له یوډیر حساس پړاو څخه تیریږو اوپه اوس وخت کي دپاکستان ملګرتیا ډیره اړینه ده.

دیوسوال په جواب کی چي امریکا به له افغانستان څخه دفوځونو به ایستلو څه وخت پیل وکړی مایک مولن وویل ډیویډ پټریوس چي دافغانستان جګړه په مخه بیایی تراوسه پوري اباما ته خپل نظرنده څرګند کړی چي څه وخت اوپرڅه ډول باندي دفوځونو ایستل پیل شي، نوموړي زیاته کړه که رښتیا درته ووایم زه پدي اړه هیڅ نشم ویلای له افغانستان څخه دځواکونو را ایستل داسي یوه مسئله ده چي یواځي ترولسمشر اباماپوړی تعلق لري، خو دعسکري چاروځینو پوهان وایی چي امریکابه په راتلونکي کال کي یواځي لس زره عسکر له افغانستان څخه وباسي.

بخت الرحمن بخت…………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x