افغانستان

اسد وحیدي: د طالبانو او امریکا مذاکراتو وښوده، چې د سولې لپاره اصلي خنډ امریکا ده/ویډیويي مرکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د کابل پوهنتون استاد «اسد وحیدي» وایي، د سولې د مذاکراتو لغوه کېدو وښوده، چې د افغانستان د سولې په وړاندې اصلي خنډ د امریکا متحده ایالات دي.

وحیدي چې په قطر کې یې له «نن ټکی اسیا» سره خبرې کولې، وویل « د طالبانو او امریکا د مذاکراتو په برخه کې له پیله اندېښنې موجودې وې؛ خو دې مذاکراتو که موږ سولې ته ونه رسولو، مګر یوه اساسي ګټه یې وکړه او هغه دا چې د افغانستان د سولې لپاره اصلي خنډ امریکا ده.»

نوموړي زیاته کړه « مذاکرات د امریکایانو د اړتیا په اساس پیل شوي او اوس د خبرو تر لغوه کېدو وروسته هغوی د پلمې په لټه کې دي، خلیلزاد او نور امریکایان غواړي یوه پلمه پیدا کړي؛ څو ټرمپ یو ځل بیا ټویټ وکړي او خبرې بیا پیل شي.»

د وحیدي په خبره، طالبان مقاومت کوي، امریکایي غوښتنو ته نه تسلیمېږي او د یادو مذاکراتو د لغوه کېدو ستر لامل همدا وو، چې امریکایانو په طالبانو  خپلې غوښتنې ونشوای منلای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

پدی کی شک نسته چه نن دټولی دنیاانسانان غیرله اسلامه حق اوباطل ته نه ګوری فقط پریوطریقه دبل دلاسه ګواله کاږی اوخپل ځان ته یی ږدی داتنهااسلامی عقیده ده چه داحق اوباطل دۍ ترامریکازموږخپل ملحدین مجرمان دی ولی دامریکاخپل باشنده ولوکه دنوروملکوورغلی اوسیدونکی دی نه غواړی چه دامریکااوسیدونکی دی څوک په داسی بی رحمۍ پخپل ملک کی پرخپله هستی ووژنی مګرزموبیننګه ملحدین دخپل قدرت اوڅه عمرعیاشۍ دپاره افغان ملت په پردوکفارووژنی کورونه یی ورنړوی ماشمان یی وریتیمانوی موږباید ترپردوکفارواول دخپلوکفاروچاره وکو ،موږباید خپل ملحدین دخپلوجاهلانودمنځوراوباسواواسلامی سزاورکولکه ایران زموږملت بیعلمه دۍ لمونځ کوی روژه نسی ولی دکافرحفاظت هم کوی نه یی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

بی له شکه امریکا نظامی ډګر کی ناکامه شوی غوشتل یی په سیاسی ډګر کی هغه څه ترلاسه کړی چه په نظامی ډګر ۱۸ کلو کی یی تر لاسه نه کړی شول هغه د غلامی اداری سره د طالبانو خبری کول وو چه له امله به یی غلامه اداره او اشغال په مشروعیت تر لاسه او طالبان به یاغیان او باغیان جوړ شی . د همدی د پاره خلیلزاد کم و زیات لس میاشتی قطر کی تیری کړی د طالبانو ټولو غوشتنو ته یی جبرا لبیک ویلو او طالبان د دوی مشروع غوښتنو سره توافق ته ورسیدل . مګر د… نور لوستل »

عبدالله

بیانزیه! طالب چیری مستقل دی زما لسهاو دوستان پکشی دی خو تر اوسه فامیلونه په کویته کی اوسی مجبورا به هغه منی چی ای اس ای یی ورته وایی، شاید د تور لینگو غلامی به درته غلامی نه شکاری که سنگه؟ بله داچی امریکی دا ۱۹ کاله کانونه او هیرویین یورل، خلگ یی مره کرل، جاسوسان او غلامان یی استخدام او وروزل نو دلته خو به همیش بستره نه اواروی نور نو خود به وزی. بیانزیه د یوروپ خخه طالب ته مه گوره راسه د شاولیکوت، درقد، فیروز کوه او دهراود ولسوالی دخلگو خخه د ظلمونو پوشتنه وکره، خدمت بیا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close