افغانستان

رولا غني: طالبان افغانان دي او باید سوله ورسره وشي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» مېرمن «رولا غني» وايي، طالبان افغانان دي، په افغانستان کې د اوسېدلو حق لري او باید سوله ورسره وشي.

رولا غني چې د امریکا دسولې په انسټيټيوټ کې یې خلګو ته خبرې کولې، وویل « طالبان د افغانستان خلګ دي، هلته د اوسېدلو حق لري او باید خبرې ورسره وشي؛ خو هغه رژيم چې طالبان یې غواړي، زموږ له اوسني نظام سره ضد دی، هغوی زورواکي غواړي او افغان حکومت بیا داسې سوله نه غواړي، چې پایله یې اسلامي امارت وي.»

نوموړې زیاته کړه « موږ غواړو له طالبانو سره خبرې وکړو؛ خو دا نه منو چې هغوی دې خپل نظریات په موږ وتپي.»

د رولا په قول، د امریکایي پوهنتون د استادانو په بدل کې د  انس حقاني خلاصول د سولې لپاره د یو فرصت لاسته راوړل وو؛ خو داسې شونتیاوې شته، چې  ښايي یوې ډلې خپلې ژمنې پوره کړې نه وي او یاد پروفیسران ازاد نه شي.»

نوموړې ددې تر څنګ په افغان سوله کې د ښځو په حقونو اوږدې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د سولې د لاسته راوړلو په بدل کې باید د ښځو لاسته راوړنې ضایع نشي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدی

آخر دې عیسوۍ ته هم د خبرو کولو او نظر وړاندي کولو نوبت ورسېدی…. دا مشوره به دي خپل دیمکرات خاوند ته ورکړې وای چي طالبان هم افغانان دي….

الحاج استاذ بیانزی

د خندا او حیرانتیا وړ ده چه یوه لبنانی عیسوی د طالبانو د افغانیت یادونه او ارزونه کوی . د نړیوال قوانینو له مخی هغه څوک چه د بل هیواد تابعت ولری او لا یی میړه یا میرمن د بل هیواد تابعت ولری هغه نه شی کولای لوړپوړی او منځپوړی چارواکی شی. غنی د امریکا تابعت لری او رولا غنی د لبنان عیسوی ده. د اسلامی فتوی له مخی نارینه مسلمان کولای شی د اهل کتابی ښخو سره واده وکړی مګر مسلمانه ښخه د اهل کتابی نارینه سره نکاه نه شی کولای د دی فلسفه کفوه یا وړتیا ده یعنی… نور لوستل »

سیدزرغون شاه آغا

طالبان افغانان دی. ستاڅخه چا دنظرپوښتنه نه ده کړی.خو ته او لیونی میړه افغانان نه یاست.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close