د ایران د بهرنیو چارو وزیر - جواد ظریف

جواد ظريف: امريکا داعش جګړه ماران له عراق او سوريې افغانستان ته لېږدوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي، امريکا په سيمه کې د داعش تقويې او ملاتړ لپاره هڅه کوي، په سوريې او عراق کې د داعشيانو له ماتې وروسته اوس دغه جګړه ماران افغانستان ته لېږدوي.

جواد ظريف له نوي ډيلي خپرېدونکي «انډيا ټوډې» ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، چې داعش ډله د روسيې، چين، ایران، افغانستان، پاکستان او هند لپاره ګواښ دی او بايد د سيمې ټول هېوادونه يې پر وړاندې ګام واخلي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې امريکا داعش ډله په سيمه کې د خپلو اهدافو لپاره کاروي او د داعش پر ضد به د سيمې له هېوادونو سره مرسته ونه کړي.

نوموړي وويل، که امريکا د سيمې له هېوادونو سره مرسته ونه، دوی به په خپله اړ وي، چې د داعش پر خلاف پرېکنده جګړه وکړي او سيمې ته د دغې ډلې د زياتېدونکي خطر مخه ونيسي.

د ایران د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې طالبانو هم له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار او کونړ کې د داعش ډلې وروستي مرکزونه هم له منځه وړي، سلګونه داعشيان يې وژلي او د لسګونو پاکستانيانو سربېره شاوخوا درې سوه داعشيان حکومت ته تسليم شوي دي.

د سيمې خلک وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې، چې کله، داعشيان د طالبانو له لوري محاصره شي، حکومتي عسکري پناه ورکوي او خوندي ځايونو ته يې لېږدوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د