افغانستانمرکې

شفیع اعظم: طالبان په بشپړ ډول سولې ته ژمنتیا لري/ویډیويي مرکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د سولې فعال «شفیع اعظم» وايي، له طالبانو سره یې مجلسونه جدي او هیله بښونکي وو او دا یې ترې حس کړې، چې هغوی په بشپړ ډول افغان سولې ته ژمنتیا لري.

اعظم چې له څو نورو افغان فعالانو سره په ګډه د طالبانو د قطر دفتر ته د خبرو لپاره ورغلی، له «نن ټکی اسیا» سره په خپله مرکه کې وویل، چې د طالبانو د سیاسي دفتر او مذاکراتي ټیم له غړو او د طالبانو له سیاسي مرستیال «ملا برادر اخند» سره یې مجلسونه هیله بښونکي وو او دا یې حس کړه، چې هغوی په بشپړ ډول د افغانستان سولې او ثبات ته ژمن دي.

د اعظم په قول، طالبانو ورته ډاډ ورکړی، چې هغوی له امریکایانو سره په خبرو کې یوازې د «اسلامي امارت» ګټې نه دي مطرح کړي؛ بلکې د ټول افغانستان ګټې یې په نظر کې نیولي.

نوموړي ددې تر څنګ زیاته کړه «له طالبانو سره د مجلسونو تر پای ته رسېدو وروسته به یوه ګډه اعلامیه او توافقنامه چې نهه مادې لري، هم خپره کړو.»
بشپړه مرکه لاندې اورېدلی شی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
شفیع اعظم صاحب،
طالیبان او دولت دواړه سوله ته ښه پاخه ژمن دی.خو د طالیبانو بادار (پنجاب)او دولت بادار(امریکا) سوله په ګونډو کړی،
پنجاب ځانمرګی راولیږی،امریکا د انترنیت ټویټ وکړی،سوله په هوا شی او موږ ولسی عام خلک دا سندری زمزمه کوو،
سوله لاړی اسمانی شوی،،،،،،،،،،،،،،،،اسمان چه زمکه ته راځی قیامت به وینه،

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx