افغانستان

د تخار ورسج ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو په کمين کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د تخار ولايت ورسج ولسوالۍ امنيه قومندان بابا افضل له خپلو درې ساتونکو سره د طالبانو په کمين کې وژل شوی دی.

د بغلان ولايت چارواکي وايي، بابا افضل نن غرمه د تخار- بغلان پر لویه لاره کابل ته روان و، چې د طالبانو په کمين کې ګير شو او له خپلو درې واړو ساتونکو سره ووژل شو.

طالبانو د دې بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د ورسج ولسوالۍ امنيه قومندان د بغلان جلګۍ ولسوالۍ اړوند پلفي سيمه کې د دوی د جنګيالیو په کمين کې وژل شوی دی.

طالبان وايي، په دغه کمين کې دوی ته يوه پيکا، درې ميله کلاشينکوف په لاس ورغلي او د بابا افضل دولتي ريجنر يې ويجاړه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x