جړ‎ که پَړ‎ي؟«یوہ پخوانۍ خاطرہ»

حفيظ الدين پيرزاده

زموږ‎ د کلي مرحوم اسد الله اخونزادہ دې لوی څښتن د جنت طوطي کړ‎ي. ډیر زړ‎ہ سواندی، مھربان او د جرگو مرکو سپین ږ‎یری و. اخونزادہ صیب سبق نه و ویلې خو د ولس ماتې گوډې، د درمندونو، اجارو او نور حسابونه به یې په گوتو داسې کول چې د حساب ماشین ورته نسوار ھم نه و!

اخونزادہ صیب به تل د خپل ولس د خیر ښیگڼې او روغې جوړ‎ې په کارونو کې د کلیدي کردار په حیث موجود و. ھغه یو له ھغو لومړ‎نیو کسانو څخه و چې د کمونستي رژیم له سقوط سرہ سم یې زموږ‎ پلرني ځای کڅ عزیز خان ته کډہ یوړ‎ہ.

کڅ چې د کابل جلال آباد په لویه لار د تور غرہ په لمن کې پورت دی، ھغه مھال یې د خپل سوق الجیشې موقعیت له مخې روسانو او د کابل کمونست دولت ته ډیر اھمیت درلود. ھغوی نه غوښتل کڅ د تور غرہ او نورو ځایونو مجاھدینو ته د پټنځای او اکمالاتو پر مرکز بدل شي او د ھغوی کتارونو ته دې ترې خطر پیښ شي نو ھماغه و چې د روسانو او کمونستانو گډو ځواکونو د کڅوالو په ټولوژنه پیل وکړ‎. کڅ د ثور د کودتا په دویم کال له یوې مخې جبرا تخلیه شو!

د مجاھدینو تر بریا پس موږ‎ ټولو فکر کاوہ افغانستان
ته به اوس سوله او ترقي راشي، ډیری مھاجرین د پاکستان له سوځندہ کمپونو بیرته خپلو ځایو ته ستانه شوہ خو کڅ چې مکمل شاړ‎ شوی و، چا ورته د بیرته ورتگ لپارہ زړ‎ہ نه ښه کوہ. غالبا د کوزې جمعې مرحوم حاجې محمد حسین، او زموږ‎ د کلي مرحوم اسدالله اخونزادہ لومړ‎ني کسان و چې کڅ ته کډہ شوي و.

ھغه مھال زموږ‎ کور په پیښور کې و. یوہ ورځ اخونزادہ صیب موږ‎ کرہ راغی، ما له روغبړ‎ پس، په میلمستون کې کیناوہ او خپله کور ته لاړ‎م چې چای راوړ‎م.

زہ له شین چای سرہ بیا میلمستون ته راغلم.

اخونزادہ صیب په یوہ ژور او خواشینونکي سوچ کې ډوب و، د تندي ھرہ گونځه یې د مایوسۍ پرانستی کتاب و.

ما چای په پیاله کې واچوہ او د گوړ‎ې له قاب سرہ مې ورته مخې ته کیښود او ورته مې وویل: کاکا! څه سوچ کوې؟ چای دې وڅکه چې یخیږ‎ي!

ھغه سر راپورته کړ‎، ترخه موسکا یې وکړ‎ہ او بیا یې راته وویل: حفیظ جانه! چې کور دې په کڅ غوندې ځای کې وي، سوړ‎ ژمی وي، باران وي او کوټه دې څاڅي، اوړ‎ہ او لرگي دې خلاص وي خو ستا په جیب کې د یوې روپۍ درک ھم نه وي.

په کور کې دې تازہ ماشوم پیدا شوي وي، مور یې شیدې نه لري چې ور یې کړ‎ي او ھغه څه له لوږ‎ې او څه له یخنۍ چغیږ‎ي. دغه مھال دې څوک د کور دروازہ وټکوي.
ته چې دروازہ خلاصه کړ‎ې نو گورې چې دا خو ھغه فلانکی خان دی چې تا یې د پور بیرته ورکولو نیټه ورسرہ نن ایښي وہ!!!

اخونزادہ صیب نور غلی شو، خو زما یې کیسې ته تلوسه وہ نو مې ورته کړ‎ل: زہ مو کیسې ته پورہ غوږ‎ یم! نو بیا؟!!

ھغه د چای له پیالې څخه په داسې حال کې گوټ وکړ‎ چې لاسونه او شونډې یې رپیدل!

پیاله یې بیرته کیښودہ او راته یې وویل: ورارہ گله!ځینې کیسې داسې وي چې نو بیا نه لري دا کیسه ھم نو بیا نه لري خو تا چې ډیر سبقونه ویلي، دا راته ووایه! دې حالت ته په پښتو کې څه وایي؟

زہ چې د کیسې تر اغیز لاندې تللی وم، ورته کړ‎ل مې: نه پوھیږ‎م!

ھغه لږ‎ موسکی غوندې شو او بیا یې راته وویل: دی ته وایي: جړ‎ که پَړ‎ي!!!!

دوستانو!

د عزیز خان په کڅ کې د گډو ځواکونو تازہ وحشت ماته خپله ھمدا ډیرہ پخوانۍ خاطرہ را یادہ کړ‎ہ.

ای کاش اخونزادہ صیب ژوندی وای چې دا ځل ما داسې ورته ویلي وای: چې د ولس تر اویا سلنه ډیری دې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې کفارو درباندې یو احمق لیونی نه یواځې مشر منلی وي بلکې دا یې ھم در باندې تپلي وي چې د نړ‎ۍ مفکر به یې بولې، چې د کابینې ټول وزیران دې د خارجي ھیوادو اتباع او جاسوسان وي، چې ولسي جرگه دې د خارجیانو د کمودونو پاکونکي، د ځمکې غاصبین، قاچاقبر کمیشنکاران وي، چې ملي اردو دې د ولس په وژلو، ربړ‎ولو او د ھغوی د کورونو، مسجدونو، مدارسو په ورانولو بوخته وي، چې پولیس دې غله یا د غلو مله وي، چې ھیواد دې د نړ‎ۍ پر مخ تر ټولو نا امنه وطن وي، چې د فحشا او اخلاقي فساد ریشې دې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسیږ‎ي، چې….

او نور بیا غلی شوی وم، او دا چې اخونزادہ صیب راته ویلي و:

ورارہ! کیسې ته دې غوږ‎ یم، نو بیا؟

نو ما به ورته خامخا ویل:

کاکا! تا راته یو وخت ویلي و، ټولې کیسې نو بیا نه لري، په دې کیسه کې ھم نو بیا نشته!

تاسې چې د ژوند ډیرې سړ‎ې تودې لیدلي، تجربه لرئ دا راته ووایه چې دې حالت ته په پښتو کې څه وایي؟؟!!

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۲/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم، سویدن

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د