افغانستان کې هر کال له جنګونو زیات ککړه هوا د وګړو ژوند اخلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د هوا پیژندنې نړیواله اداره وایي که څه هم په افغانستان کې د هوا ککړتیا له کبله د مړینې رسمي شمېره نه ده معلومه خو د تیرو معلوماتو په اساس ویل کیږي چې ککړه هوا له جنګونو زیات د وګړو ژوند اخلي.

دغې نړیوالې ادارې د یوناما د راپور پر اساس ویلي چې په افغانستان کې د جنګونو او تاوتریخوالي له کبله په ۲۰۱۷م کال کې «۳۴۸۳» وګړي وژل شوي، چې دغه شمېره د ککړې هوا د قربانیانو په پرتله خورا کمه ده، د یوې شمیرنې له مخې په ۲۰۱۷م کال کې ککړې هوا د ۲۶زره افغانانو ژوند اخیستی و.

د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو په ځانګړي پلازمینه کابل کې د ژمي په راتلو سره سم هوا ککړه کیږي چې له کبله یې د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کیږي.

د ۲۰۱۸م کال په دیسمبر میاشت کې کابل ښار په نړۍ کې د ککړې هوا له کبله لومړی ښار اعلان شوی و، خو اوس په دهلي، لاهور او کراچۍ ښارونو کې د هوا حالت بې اندازې خطرناک حالت ته رسیدلی دی.

پوهان ککړه هوا د وګړو لپاره خاموش قاتل ګڼي، ځکه چې په نړۍ کې هر کال ۷ ملیونه وګړي وژني.

د چاپیریال د ساتنې اداره وایي چې په کابل کې د ژمي په رسېدو سره زیاتره خلک په خپلو کورونو او د ښار په حمامونو کې بې کیفیته او زیان رسوونکي توکي سوزوي چې له کبله یې د هوا ککړتیا لا زیاتیږي.

خو بلخوا د کابل اوسیدونکي په دې لړ کې د چاپیریال ساتنې اداره ملامتوي، دوی وایي چې دغه ادراه د هوا ککړتیا په مخنیوي کې د پام وړ هڅې نه کوي.

د نړۍ په ککړو هوا لرونکو ښارونو کې د تازه راپور سره سم د هندوستان پلازمینه دهلي لومړی، کراچۍ دویم او لاهور دریم نمبر ککړ ښار دی چې د هوا ککړتیا درجه په کې وژونکي حالت ته رسیدلې ده، په یادو ښارونو کې د روغتیا بیړني حالت له کبله ښوونځي د راتلونکو څو ورځو لپاره رخصت شوي دي.

د هوا نړیوالې ادراه وایي چې اوسمهال په کابل کې د ورښتونو له کبله د هوا ککړتیا په منځني او مناسب حالت کې ده خو په راتلونکي نږدې کې یې حالت بدلیدلای شي.

ددغې ادارې د راپور سره سم د افغانستان په مرکزي ښارونو (بغلان، کندهار او کابل) کې د هوا ککړتیا مناسبه ده، خو په کندز او په ځانګړي ډول مزار شریف د هوا ککړتیا خطرناک حالت ته رسیدلې ده.

د نړۍ په شاوخوا کې هر کال د ککړې هوا له کبله په ملیونونو کسان چې کوچنیان یې هم لوړه برخه دي، خپل ژوند له لاسه ورکوي، ککړه هوا زیاتره وګړي د سږو او د هوا تنفس کولو پر ناروغۍ او آن پر سرطان اخته کولای شي.

د ګڼ شمېر راپورونو پر اساس ککړه هوا کولای شي د انسان جنسي ځواک کمزوری کړي، د یوه بل راپور له مخې ویل شوي چې ککړه هوا کولای شي د انسان ټول غړي د له منځه تلو خطر سره مخ کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د